«مهدا» مخابراتي سپوږمکۍ روغه رمټه په مدار کښې موجوده ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د انفارمیشن ټیکنالوجۍ د وزیر مرستیال د مهدا سیټلایټ په هکله وویل: دغه مخابراتي سپوږمکۍ همدا اوس بیخي سمه په مدار کښې ده او ځمکې ته ډیټا مخابره کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د انفارمیشن ټیکنالوجۍ د وزیر مرستیال د مهدا سیټلایټ په هکله وویل: دغه مخابراتي سپوږمکۍ همدا اوس بیخي سمه په مدار کښې ده او ځمکې ته ډیټا مخابره کوي.
"حسن سالاریه" د مهدا نومې سپوږمکۍ په هکله وویل: د تیرې یکشنبې په شپه د مهدا، هاتف او کیهان۲ په نامو درې ایراني سپوږمکۍ د سیمرغ توغندي په ذریعه د ځمکې مدار ته رسیدلې دي او په وړومبنیو دقیقو کښې له مهدا سپوږمکۍ سره د اړیکې په ټینګولو کامیاب شوو او سِګنل مو ترې ترلاسه کړ او ډیټا او معلومات یې ځمکې ته رارسیږي.
هغه زیاته کړه: مهدا یوه مخابراتي سپوږمکۍ ده او له لمر څخه انرجي اخلي.
حسن سالاریه چې د ایران د فضايي ادارې مشر هم دی، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت په فضا کښې مختلفې عملیاتي او مخابراتي سپوږمکۍ لري او شمیر یې اتو ته رسیږي.