د روسیې د شتمنیو د مصادره کولو وړاندیز شوی
فیننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی د بیلیجم حکومت د جي اوه ډلې او د لویدیځو هیوادونو استازیو ته د اوکراین د جنګ د تاوانونو د جبرانولو لپاره د روسیې د شتمنیو د کنګل کولو په هکله وړاندیز وکړ.
دغه ورځپاڼې وویل د بیلیجم د حکومت وړاندیز د اوکراین د بیا رغونې لپاره د ملي سرچینو د راغونډولو لپاره د روسیې لخوا د پور او د ژمنو ورکول او په عین حال کښې د دغو پورونو د بیرته ورکولو د تضمین لپاره د روسیې له شتمنیو څخه استفاده کول ممکن کوي.
فیننشل ټایمز ورځپاڼې ولیکل د اوکراین د ملاتړو هیوادونو ائتلاف له روسیې څخه غواړي د صادرو شویو ژمنو له کبله پورونه ورکړي او د ماسکو د ډډه کولو په بڼه کښې د جې اوه ډلې غړي هیوادونه به د روسیې د شتمنیو مصادره کول پیل کړي.
دغه بهیر د روسیې د شتمنیو د مصادره کولو لپاره له ځینو قانوني خنډونو د بچ کیدا لپاره یوه لاره ده.
تیر میلادي کال د بیلجیم لومړي وزیر« الکسانډر ډی کرو» د اوکراین د مالي تامین لپاره د وثیقې او ضمانت په توګه د روسیې له شتمنیو څخه د استفادې د امکان وړاندیز مطرح کړی و.