د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146530-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو.
(last modified 2024-02-21T04:18:39+00:00 )
Feb 21, 2024 08:42 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو.

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو

د روان هجري لمریز کال د کب د میاشتې په یولسمه یعني د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه به په ټول اسلامي ایران کښې د پارلمان او د  خبرګانو د جرګې انتخابات ترسره شي.

د کاندیدانو شمیر له پینځلس زره او دوه سوه کسانو اوښتی دی او د کورنیو چارو وزارت نن نهايي فهرست اعلانوي.

د ایران د تیلو د چاڼ کولو  د صنایعو څه د پاسه اتیا فیصده په داخل  کښې تولیدیږي.

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع په عدن خلیج کښې د امریکا په دوو کشتیو باندې د بریدونو خبر ورکړ او هغه له دې مخکې د انګلستان په یوې کشتۍ باندې هم د برید خبر ورکړی و کومه چې په اوبو کښې ډوبه شوي ده.

ملګروملتونو د غزې تړانګې د ماشومانو د بوږنونکي حالت په هکله په یوه راپور کښې وویل دلته د ماشومانو مړینه د چاودنې حد ته رسیدلي ده او له پینځو کلونو د کم عمر نوي(۹۰) فیصده ماشومان په یوې ساري ناروغۍ اخته شوي دي.

دا د فلسطین د غزې د ماشومانو د بوږونکي حالت په هکله د ملګروملتونو رسمي راپور دی چې هره ثانیه صهیونیسټ رژیم ته د امریکا په ورکړل شویو وسلو سره وژل کیږي.

د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس راپور ورکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له شمالي کوریا سره د ښو اړیکو د لرلو په دلیل د دغه هیواد مشر« کیم جونګ اون» ته د روسیې یو جوړ ګاډی ډالۍ کړ.

د امریکا د فیډرال پولیسو ایف بي ايي(FBI) یوه لورړتیه مدیر ادعا وکړه چې د واشنګټن په بیخ بنایانو باندې د چین اینټرنیټي بریدونه بیخي زیات شوي دي.

د امریکا «پولیټیکو »مجلې له اوکراین سره په جنګ کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پراخو بریاو او د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ډونالډ ټرامپ د بیا بریالیتوب احتمال ته په اشارې سره د ناټو تړون د یوه پخواني چارواکي په قول اروپا د ولادیمیر پوتین او د ډونالډ ټرامپ ترمینځ په برزخ کښې ښکیله ونوموله.

په فرانسې او جرمني کښې کاربندیزونو« ایفل» برج چټي کړ او د لوفت هانزا شرکت د الوتکو فعالیتونه بند شول.

په خپلو  کمو معاشونو باندې د خپګان په دلیل د فرانسې د ایفل برج د ځینو کارکونکو د کاربندیز په وجه د فرانسې د یوې تر ټولو تاریخي مقام کتنه بنده شوه او په جرمني کښې هم د لوفت هانزا د هوايي شرکت د کارکونکو پراخ کاربندیز د دغه شرکت فعالیتونه په ټپه ودرول.

که چیرې په انګلستان کښې د «ویکي لیکس» د ایشوا کونکي اینټرنیټ پاڼې د بنسټګر جولیان اسانژ»د بیا کتنې غوښتنه رد شي نو هغه به په عراق او افغانستان کښې د امریکا د جنایتونو په دلیل په امریکا کښې احتمالا په یوسل پینځه کاله زندان محکوم شي.

()

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو او مهم سرټکي به یې له تاسو سره شریک کړو.

امریکا یوځل بیا د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند وړاندیز شوی پریکړه چې دا ځل د عربو هیوادونو په استازي توب د الجزایر لخوا  د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوی و د دغه شورا د دیارلس غړیو له مثبتو رایو ترلاسه کولو سره سره ویټو کړ.

دا د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو دوام ته د امریکا د شین څراغ ښودنه کوي.

د لبنان په پارلمان کښې د حزب الله غورځنګ استازي «حسن فضل الله» د خپل هیواد پرضد د صهیونیسټ رژیم د چارواکو ګواښونو ته په ځواب کښې ټینګار وکړ د نیواکي فلسطین هره سیمه د مقاومت د توغندیو په شیشت کښې ده.

د روسیې د فیډرال مالي څارنې ادارې وویل د امریکا د ساوت کارولینا ایالت د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې غړی سناتور «لینډسي ګراهم» یې د ماسکو د  سرزورۍ او د ترهګرۍ په فهرست کښې شامل کړ.

ګراهم په یوې مرکې کښې په زندان کښې د روسیې د یوه مخالف مشر «الیکسي ناوالني» مړینې ته په اشارې سره ویلي وو روسیه باید د امریکا تر قوانینو لاندې د ترهګرۍ ملاتړی هیواد معرفي شي چې ماسکو مجبوره کړي د ناوالني د قتل بیه ورکړي.

د امریکا د فیډرال پولیسو ایف بي ايي(FBI) مشر «کریسټوفر رای» وویل د واشنګټن په بیخ بنایانو باندې د چین اینټرنیټي حملې بیخي ډیرې شوي دي.

د نوي نظر سنجې د پایلو پراساس د امریکا پخوانی ولسمشر ټرامپ له جوبایډن څخه مخکی شوی دی.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ دوه سوه درې نوي(۲۹۳) «الیکټرول کالج» رایې لري او په مقابل کښې اوسنی ولسمشر جوبایډن دوه سوه پینځه څلویښت(۲۴۵) رایې لري او دغه زیات واټن ښودنه کوي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ټرامپ د بریالیتوب احتمال زیات دی.

د یمن پوځ د لومړي ځل لپاره د  خپلو ټورپیډو توغندیو په مخ کتنې او په عدن خلیج او باب المندب اوبلاره کښې د امریکا په دوو کشتیو باندې برید کولو سره د لویدیځو هیوادونو سمندري ائتلاف له مخکې څخه زیات حیرانه کړ.

لویدیځ هیوادونه روسیې ته له ماتي ورکولو ناهیلي شوي دي.

د ناټو تړون د پوځي کمیټۍ مشر ایشوا کړه چې لویدیځو هیوادونو په تیر میلادي کال کښې له حده زیات په خپلو جاجونو کښې له روسیې سره د جنګ لپاره د اوکراین د پوځي توان په هکله خوشبیني  ښودلي وه.

د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګې د یوې ویډیو په خپرولو او د ترهګرو حملو د ترسره کولو په ګواښ سره په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت سره جنګ اعلان کړ.

د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان په یوې وینا کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګیدا پرضرورت باندې ټینګار سره وویل ایران په سیمه کښې د  تاوتریخوالو او د جنګونو د زیاتولو کوشش نه کوي.

خبري سرچینو ویلي دي چې د امریکا دفاع وزارت پینټاګان په عراق کښې د خپلو نیمايي عسکرو اردن ته د انتقالو په خبرې غور کوي.

امریکا دغه کار د مقاومت ډلو له حملو او د عراق د حکومت له دباو وروسته ترسره کوي.

()

اوس به د افغانستان د مسیر ورځپاڼې مهم سرټکي چې له اینټرنیټ څخه مو اخیستي دي درته وړاندې کړو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف پر خپله وېبپاڼه په یوه خپاره کړي راپور ویلي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ د ۱۶۰ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی.

د راپور له مخې دا شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یونیسف په خبره په سلو کې ۶۲ سلنه ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

په افغانستان  کې د یو شمېر ولایتونو مالداران او بزګران  د وروستۍ واورې اورښت ته خوشاله دي او هیله څرګندوي  چې را روان کال به د څارویو لپاره په ورشو ګانو کې واښه زیات او دغه راز د بزګرو د کروندو حاصلات زیات شي.

کروندګر وايي د باران او واورې اورېدو له کبله په ځمکو کې مضره حشرې او چنجي له منځه ځي او د وچکالۍ د له منځه وړولو لامل هم ګرځي.

د افغانستان د  عامې روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړی د دغه وزارت د پرېکړې له مخې کاپيسا، پکتيا او خوست ولایت د روغتيايي علومو دولتي انسټيټیوټونو او د بدخشان د قابله ګۍ څانګې ته د هغو نجونو د شاملېدو لړۍ پيل شوې، چې له دولسم ټولګي څخه فارغې شوې وي.

 د دې دغه پريکړې له مخې د کاپيسا، پروان، پنجشېر، ميدان وردګو، غزني، پکتيکا، لوګر، خوست، بدخشان، باميانو او پکتيکا ولايتونو له ۱۲ ټولګي څخه فارغې شوې نجونې نوم لیکنه کولای شي‌.

د پاکستان  پولیسو د بلوچستان صوبې په  چمن کې پر پرلت کوونکو برید کړی او درې کسان یې ټپیان کړي دي.

 د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو  پر پرلت کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز هم شیندلی دی.

 چمن کې د سپین بولدک پر دروازه د تګ راتګ په موخه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې پرلت روان دی. پرلت‌ کوونکي وايي، د پولیسو او ځايي چارواکو فشارونو ته نه تسلیمېږي او خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

()

اوس به د کابل اطلاعات روز ورځپاڼې مهم خبرونه درسره شریک کړو.

امریکا  د فلسطین د غزې جګړې له پېل راهیسې دا دریم ځل دی چې په امنیت شورا کې د اوربند لپاره وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک ویټو کوي.

د دې پرېکړه‌لیک لومړنۍ مسوده د الجزایر له لوري د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوې وه.

رویټرز خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې د امنیت شورا ۱۳ غړو دې پرېکړه‌لیک ته مثبته رایه ورکړې او بریټانیا یوازینی هېواد و چې سپینه رایه یې  وکاروله.

په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر عمار بنجاما له رایې اچونې وړاندې ویلي و: «د دې پرېکړه‌لیک مسودې په ګټه رایه د فلسطینیانو له ژونده د ملاتړ لپاره ده.

برعکس، دې ته رایه نه ورکول بیا د وحشیانه تاوتریخوالي تایید او د دوی پر وړاندې د پلي شویو ډله‌ییزو مجازاتو معنا لري.»

دا د تېر کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پېل راهیسې درېیم وار دی چې امریکا په غزه کې د اوربند لپاره پرېکړه‌لیک ته منفي رایه کاروي.

د ملګرو ملتونو په محوریت په دوحه کې د افغانستان په تړاو دویمه غونډه چې د یکشنې په ورځ د فبرورۍ پر ۱۸مه، د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه، پای ته ورسېده.

 طالبانو چې د مېلمنو په توګه رابلل شوي وو، پکې ګډون ونه کړ، ځکه چې د هغوی غوښتنې د کوربه له خوا ونه منل شوې.

 طالبانو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش ته د یوه لیک په استولو سره خپلې غوښتنې کړي وې.

 د طالبانو غوښتنې دا وي چې په غونډه کې د افغانستان بشپړ استازیتوب باید دوی ته ورکړل شي او د ځانګړي استازي د معرفي کولو طرحه لغوه شي چې دواړې غوښتنې یې ونه منل شوې.

وروسته له هغه چې تېر کال په کندهار کې طالبانو د ښځو د لاسي صنايع او نورو توکو د پلورولو مارکېټ وتاړه، له امله يې اوس په دغه ولایت کې د ښځو د لاسي صنايعو کاروبار په ټپه درېدلی دی.

د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتوالي له امله ګڼو کورنیو خپل کوچني ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي دي.

ننګرهار مېشتي د کارګرو ماشومانو د زیاتوالي لامل د طالبانو له لوري له دولتي ادارو د تېر جمهوري حکومت د ملکي مامورینو او پوځیانو  په کور کول یادوي چې په خبره یې دې چارې په دې ولایت کې د لسګونه زره کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

دوی وايي، که په هېواد کې د بېکارۍ د پراخې څپې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته نه شي ستر انساني ناورین به را منځته او د هېواد اکثریت راتلونکی نسل به نالوستی پاتې شي.

()

د تهران راډيو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه خوښ وسئ