Feb 28, 2024 12:01 Asia/Kabul
  • کنعاني د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې د ایران ضد څرګندونو ته غبرګون وښود

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تورونه، له نیواک څخه د دغه هېواد د ملاتړ د پټولو او په فلسطین کې له بشري حقونوڅخه د سختو سرغړونو په هکله د بې تفاوتۍ یوه بې ګټې هڅه وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې، ناصر کنعاني زیاته کړه: دا یو تریخ طنز دی چې ځینې لوېدیځ حکومتونه د بشري حقونو د سرغړوونکو د هراړخیز ملاتړ په مخینې او د صدام رژیم ته د کیمیاوي وسلو په برابرولو او تجهیزولو کې په مستقیم رول لرلو او د ایران په خلاف د تپل شوي جنګ په ملاتړ کې د بشرحقونو د دفاع ادعا کوي.

کنعاني څرګنده کړه: آلماني چارواکي د بشرحقونو د ملاتړ په بهانې او البته د هغه په سیاسي کولو سره، د نورو هېوادونو په کورني چارو کې لاسوهنه کوي او له دې سره هممهاله، د وسلو جوړولو کارخونو د فعالیت په ډېرولو سره، د خپل هېواد اقتصاد پیاوړی کوي.

هغه زیاته کړه: آلمان ته توصیه کوو چې له دې وړاندې د واقع خلاف او په ظاهره انساني سپارښتنو سره، د بشر حقونو ارزښتمندې او اصلي کلمې له سیاسي لوبو سره ګډ نه کړي.

ټیګونه