ایران د نړۍ څوارلسم پوځي ځواک
د نړۍ د ۱۴۵ هېوادونو په تازه درجه بندۍ کې ایران د نړۍ د یادو هېوادونو په منځ کې ۱۴ مقام خپل کړی دی.
د Global Firepower index ویب پاڼه چې د زیاتو شاخصونو پر اساس یې د نړۍ د ۱۴۵ هېوادونو د نظامي ځواک درجه بندي کړې، په ایران څوارلسم مقام خپل کړی دی.
د صد او سیما خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغه درجه بندي د شپیتو څخه د زیاتو فکتورونو په پام کې نیولو سره محاسبه شوې چې د پوځي واحدونو، اقتصادي وضعیت، د ملاتړ وړتیاوې او جعرافیاوي عوامل یې څېړلي دي.
په دې درجه بندۍ کې امریکا، روسیه، چین، هند، جنوبي کوریا، بریتانیا، جاپان، ترکیه، پاکستان او ایټالیا په ترتیب سره له ۱ څخه تر ۱۰ مقامه پورې ځای لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواک شاخص 0.2269 حساب شوی.
په دې شاخص کې د صفر نمرې ترلاسه کول ترټولو غوره نظامي فعالیت ګڼل کیږي.
د ایران اسلامی جمهوریت په دفاعی او پوځی ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی چې نن سبا ایران په نړۍ کې د بې پیلوټه الوتکو پنځم تولیدونکی هېواد دی.