په ټاکنو کې ګډون د ایران د ولس جهاد وو
(last modified Tue, 05 Mar 2024 10:56:07 GMT )
Mar 05, 2024 15:26 Asia/Kabul
  • په ټاکنو کې ګډون د ایران د ولس جهاد وو

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د جمعې په ورځ په ټاکنو کې د خلګو د ګډون په قدرونې سره وویل: په ټاکنو کې د ایران د ولس حضور یوه تمدني او ټولنیزه دنده او یو ډول جهاد وو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د ونو د کرلو په ورځ د دریو نیالګیو په اېښودلو سره، زیاته کړه: دښمنانو له تېر کال راهیسې په پروپاګندا سره، غوښتل خلګ په ټاکنو کې له ګډون څخه راوګرځوي، څو ټاکنې رونق د لاسه ورکړي لیکن خلګو د کب د میاشتې په ۱۱ نیټه کې په خپل حماسه پنځوونکي خوځښت سره، د دښمنانو له پروپاګن سره، مقابلې ته ووتل، دا حرکت یو ډول جهاد و.

حضرت ایت الله خامنه ای په ټاکنو کې د کارمندانو، امنیتي منصوبینو او مسئولینو له هلوځلو په قدرونې سره، د ایران په سیستان او بلوچستان کې وروستۍ سېلاب ته اشاره وکړه او په ټینګار سره وویل چي باید له سیلاب ځپلو سره، حکومتي او غیر حکومتي مرستې دوام وموندي او هغه کسان هم چي د مرستو د تر سره کولو توان لري، باید له سیلاب ځپلو سره مرستو ته ور ودانګي.

هغوی همداشان د ونو اېښودل یوه ښه پانګونه وباله او زیاته کړه:  ونې زیاتې ګټې لري، اکسېجن زیاتوي او د هوا له ککړتیا سره مقابله کوي، له بده مرغه نن سبا چي د هوا ککړتیا زیاته شوې ده، د ونو اېښودل یوه ډېره ښه پانګونه ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، له طبیعت سره د انسان د ښې اړیکې په ضرورت د اسلام د سپارښتنو یادونه وکړه او وویل چي د ونو د کرلو په ورځ، د فلسطین له مظلوم سره ولس سره، د ملاتړ د بیا اعلانولو لپاره یوه د زیتون نیالګۍ هم اېښې ده.

زیتون د فلسطین د هیواد له اصلي زراعتي تولیداتو څخه بلل کیږي.

نن په ایران کې د ونو د کرلو ملي ورځ ده.