Mar 10, 2024 14:30 Asia/Kabul
  • ولې د اسلام دین د تاوتریخوالي دین ښودل کیږي؟

زمونږ خبریال راپور راکړی دا د امریکا د یوه پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش انځور دی کوم چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په څو اسلامي هیوادونو باندې بریدونه وکړل او څو میلیونونه مسلمانان یې ووژل.

تاوتریخوالی په هغو ناځوانمردانه او ناروا تورونو او پروپاګنډو کښې شامل دی چې د اسلام دښمانان یې دودوي او ادعا کوي چې دغه اسماني دین( اسلام) د انسانانو له ګډ سوله ئیز ژوند او سولې سره هیڅ سمون نه خوري.

اوس دغه پوښتنه مطرح کیږي په کوم علت دغه له مینې او محبت څخه ډک دین د تاوتریخوالي او د تورې دین معرفي شوی دی؟ داسی دین چې په خپل سپییڅلي کتاب یعني قران کریم کښې هره سوره د خدای پاک په رحمان نوم سره پیلوي.

اوس دلته څلورو علتونو ته لنډه شان کتنه کوو.

۱ ) سیاسي او استعماري غرض ورزیانې :

د استعمار غرض ورزیانې له مقاومت کونکو تفکرونو سره په جنګ کښې مهم عامل دی.

له بده مرغه د اکثرو تورونو او ناروا ویناو سرچینه چې په دې هکله ویل شوي دي او عمومي افکارو ته پچکارۍ کیږي سیاسي غرض ورزیانې او دښمانیانې دي.

څرنګه چې اسلام دین د نورو دینونو په اپوټه د توحید، د خلکو ، د تقوا او د عدالت پربنسټ د سیاسي ادارې لپاره روښانه بیلګه دی او تل د عدالت د رامیځته کولو کوشش کوي مافیايي سیاسي بهیرونه هڅه کوي په اسلام کښې د تاوتریخوالي د شتون او هغه ته د لمن وهلو په شمول د بیلابیلو شکونو په مطرح کولو او بیلابیلو دسیسو سره ملتونه له اسلام څخه د خلکو د ویرولو په لومه کښې ښکیل کړي او عملا د دغه بهیر د بڼه د خپلیدا چې د دوې د پروګرامونو په لاره کښې خنډ دی مخینوی وکړي.

۲) د ختیځ پيژاندو غلط فکر کول:

ځینې کسان چې د تش په نامه ختیځ پيژاندي ګڼل کیږي د دیني متنونونو په سم ډول د نه درک کولو او د مسلمانو واکمنانانو په کړچار د نه پوهیدا له کبله د مسلمانو واکمنانو کړچار چې د دین او د عدالت پراساس نه بلکې د تورې په وسیله په خلکو باندې واکمن شوی و د دین له  لیدتوګي سره برابر بللی دی دا په داسې حال کښې دي چې سمه او صحیح خبره دا ده چې د کوم سړي یا د کومو خلکو کړچار باید په دین پورې ونه تړل شي.

ختیځ پیژاندي اصیلو اسلامي تعلیماتو ته د مراجعه کولو پرځاې خپلې نظریې د اسلام د تاریخ په ځینو پړاونو  کښې د باچاهانو او د خلیفه ګانو د ځینو کړچارونو پراساس تنظیم او دود کړي دي داسې باچاهان چې اکثره یې په دوکې ورکولو او زور سره حکومت ته رسیدلي وو.

۳) د جعلي او د نیمګړتیاو لرونکو اسلامي بهیرونو غټ ښودل:

 په دوې کښې داعش یا القاعده ډلو ته چې د تاوتریخوالي ، د بې رحمۍ ، د ظلم او ستم او له اسلام څخه د پردي توب بیلګه دي د یوې ظاهرا  اسلامي ډلې په توګه او د لویدیځو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو په ملاتړونو سره یې څه موده کیږي چې د عراق ، سوریې او د افغانستان ځینې سیمې غصب کړې اشاره وکړه.

د امریکا د ځینو چارواکو له اعتراف څخه چې ورتیر شو د دغو اړوندوالیو ستره بیلګه د هغو وسلو شمیر دی چې دغو لویدیځو هیوادونو په دغو جنګونو کښې په بیلابیلو هیوادونو باندې خرڅې کړې.

البته د نړۍ مسلمانانو له دغو تش په نامه مسلمانانو څخه کرکه او نفرت وکړ او د دوې کارونه او کړچار یې د اسلامي ماهیت نه بلکې د استعماري هویت پراساس بللی دی.

د هغوې د مسلمانانو ضد چلند تر ټولو ښه ثبوت د قران کریم دغه ایت دی چې د یوه بې ګناه انسان وژل د ټولې دنیا د خلکو له وژلو سره برابر ګڼي.

خدای پاک ج د قران کریم د مائده سورې په دوه دیرشم ایت کښې چې د قران کریم پینځم ایت دی فرمايي : هر سړی چې یو انسان پرته له دې چې په ځمکه یې کوم قتل یا فساد کړی وي ووژني نو داسې ده چې ټول انسانان یې وژلي دي.»

۴) د ترهګرۍ په معنا د جهاد تحریفول:-

ترهګرۍ له مذهب سره هیڅ ارتباط نلري.

اصولا ټول ژوندي موجودات د خپلې بقا لپاره د خپلې نابودۍ له عواملو سره د مبارزې کولو په حال کښې دي او هڅه کوي په خپله لاره کښې شته خنډونه لیرې کړي چې وکولای شي خپلو مطلوبو کمالاتو ته ورسیږي.

پر دې اساس مسلمانان  هم باید د خپل حق د دفاع کولو لپاره چې جایز حق دی د دښمانانو په مقابل کښې مقاومت وکړی او د مقاومت لاره غوره کړي.

ټولو خلکو ته معلومه ده چې دا ډول دفاع کول له انساني فطرت سره هم سمون خوري ایا که چیرې استعمارګران په مسلمانانو باندې بریدونه وکړي په مقابل کښې مسلمانان باید ځواب ورنکړي؟ جهاد کول همدغو استعمارګرانو ته ځواب دی او نه په بل چا تیري کول.

که چیرې د  اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د جنګونو مطالعه وکړو نو پوه به شو چې دغو جنګونو دفاعي ماهیت لرلی دی او هغه د سولې او د مرحمت له  اصلونو سره سمون خوري.

قران بیا بیا خلک نیکۍ کولو او له ظلم څخه ځانونه لیرې کولو ته وربولي.

د قران مجید د نوراني ایتونو په لوستلو سره ، دغه لاس نه خوړلي او له تحریف څخه خوندي کتاب او د دیني پاکو او محصومو مشرانو ویناګانو ته په پام سره په ښه توګه حقیقت پیژندلی شو.

له یوې خوا د اسلام دین د مشرانو د ټولنیزو او د عملي  کړچارونو بیلګو او په لویدیځې نړۍ کښې د تمدن د مدعیانو له کړچارونو سره د هغوې پرته کولو ته پام کول کولای شي د تورو وریځو شاته د حقیقت لمر ووینو.

 

ټیګونه