Jun 13, 2024 13:56 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (99 ) عبادت او مسئولیّت منل

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني 99 مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه نننی مطلب کې د طه سورې دوهم او دریم آیتونو د نزول شان ته یوه ځغلنده کتنه کوو، هیله ده د  استفادې وړ مو وګرځي.

   له بعثت مخکې او وروسته د اسلام د ګران پیغمبر(ص)یوه مهمه ځانګړنه،عبادت او بندګۍ ته  توجه وه.حضرت محمد مصطفی(ص) له دې مخکې چې په رسمي توګه په پیغمبرۍ مبعوث شي،د خداوندمتعال په عبادت بوخت ؤ. لکه څنګه چې هغه د خپلونیکونو  په شان موحد او واحد خداي منونوکی ؤ، هیڅکله ئې پر بت سجده ونه کړه . هغه مهال چې له حضرت امام علی علیه السلام د پیغمبراکرم (ص)په باب پوښتنه وشوه چې آیا  د کوم بت حتی د یو ځل لپاره ئې عبادت کړی دی.؟ ځواب ئې ورکړ،؛ نه :: بیا ورځیني پوښتنه  وشوه؛ ایا شراب ئې څښلي؟ وې فرمائيل  ؛ ؛نه :  

رسول ا... بزرګوار(ص) په ماشوموالی کې د شام په یوه سفر کې د ؛بُحیرا؛ په نامې سره له یوه راهب سره مخامخ شو. کله بُحیرا راهب د ځوان محمد په مخ کې د خاتم پیغمبر نښې نښانې ولیدې ،نو د هغه د آزموینې لپاره ئې هغه ته په لات او عزّی دوو بتانو قسم ورکړ، نو له هغه بزرګوار ه ئې دغه په یاد پاتیکیدونکي جمله واوریده ، وې فرمائيل، لا تسألنی بهما، فوالله ما اَبغضتُ شیئاً بغضهما:؛ ما ته  په دغو دوو بتانو قسم مه راکوه، په خداي قسم زما په نزد  له دغو دوو بتانو لا کرکیجن شی هیڅ نشته:: همداراز نقل شوي دي، هغه مهال چې محمد (ص) د حضرت خدیجه د سوداګرۍ د چارو اداره کول ومنل او وټاکل شوه چې د هغې په شتمنۍ سره تجارت وکړي، نو خپل غلام ؛مسیره ؛ ئې د پیغمبر په خدمت مامور کړ.هغه نقلوي؛ یوه ورځ په شام کې  د محمد او یو تاجر ترمینځ  په څه شي اختلاف رامینځةشو.د شام تاجر محمد ته ووئيل؛د خپلو خبرو د ریښتونوالي لپاره  په ؛لات او عزَی دوو بتانو قسم یاد کړه،پیغمبر د هغه په ځواب کې وفرمائيل؛ما هیڅکله هم په دغو  دوو بتانو قسم نه  دی کړی،ته هم ورڅخه ډډه وکړه:: په دې وخت کې د شام تاجران  د محمد په تصدیق کولو کې  راپورته شول او وې وئیل؛ حق له تاسو سره دی:: هغه مهال  ئې میسره ته ووئیل؛په خدای سوګند ؛ دغه کس پيغمبر دی::

  دوستانو په تاریخي سرچینو کې د خداي د رسول (ص) ځیني عبادي اعمال چې د هغه له بعثت څخه مخکې ترسره کیدل ، د لمانځّه، روژې ، حج او د خداي د کور د طواف په شان  دعملونو خبرې شوي دي.البته  ځيني مشرکانو هم د خانه کعبې احترام  کاوۀ، ځیني کارونه ئې د حج  د اعمالو په توګه ترسره کول، خو د پیغمبر(ص) حج، دهغوي له عادتونو سره ، چې  دشرک ،په شعار سره  رابرسیره وو، هیڅ سمون نه خوړۀ. حضرت محمد(ص) له بعثته مخکې په هر هغه ځاي کې چې یوازې وائ ، له خداي سره راز او نیاز کاوۀ. له خداي سره د هغه د ارتباط پناه ځای د؛ حرا غار؛ ؤ. غار حراء ، په جبل النور غرۀ کې  له لوړې څوکې تر یوه حده ټيټ ځاي  کې واقع شوی دی. پیغمبر اکرم(ص) له بعثت مخکې  او حتی کله کله  له بعثت وروسته هم د هغه مهال له خرافاتو څخه  له ډکې ټولنې  او د جاهلو بت پرستو  له شورماشوره د لیرې پاتیکیدا لپاره د حِراء غرۀ ته تلو او تر ساعتونو پورې او په ورځو ورځو به ئې له خپل خداي سره راز او نیاز کاوۀ او د آسمان او مځکې په  پيښو او  رازونو ئې فکر کاوۀ.دغه څنګةکیدا له پیغمبرڅخه مخکې د ځينو واحد خداي منونوکو لپاره  هم موجوده وه. وئيل کیږي   د پیغمبر اکرم(ص)  نیکۀ  عبدالمطلب بزګوار  ددغو دستورو بنسټګر دی .هغه د روژې میاشتې په وخت  د عبادت او خلوت لباره  غرۀ ته تلو او  هغه اړمنو کسانو ته به ئې چې له هغه ځایه تیریدل  خواړۀ ورکول. د پام وړ ده چې د غار دننه ،که  څوک د غار دشمالي برخې په لور مخ کړي او ودریږي، نو هم خاانه کعبې ته ئې مخ کړی او هم ئې بیت المقدس ته :

 دهغه څه پر اساس چې ووئیل شول، پیغمبر اکرم(ص) ناڅاپي وحي نه ده منلې، بلکې د وحي د زغملو لپاره دهغه په روح کې مخکې چمتووالی راپنځول شوی ؤ. د شپې مهال ژړا  او فریاد،د غار حِراء  تنهائي او عبادت، په الهي نعمتونو او د مځکې او آسمانونو په خلقت کې  تفکر او تشکر او د زړه په سترګو سره د الهي جمال او جلال ننداره کول،له روح القدس سره  دارتباط او د وحي دنزول لپاره د رسول خاتم  وجود  چمتو  کاوۀ.په یوه روایت کې راغلی دي؛ هغه لومړنی شی چې درسول ا... (ص) لپاره له وحي څخه پیل شو، صالح خوبونه وو.هغه  داسې هیڅ خوب نه لید، مګر دا چې د هغه لپاره سهار روښانه کید. وروسته ئې تنهائۍ ته مخه کوله او په غر حِراء کې ئې خپل فریاد او ژړا کوله او شپې ئې له دې پرته چې له خپلې کورنۍ ته لاړشي،عبادت کاوۀ،تر دې چې په حرا غار کې پرهغه د وحي فرښته نازله شوه او وې وئيل؛ ولوله؛! 

 حضرت محمد(ص) د رسالت د مقام وړتیا ترلاسه کړې او په پیغمبرئ مبعثو شو.درې کلنه پټه بلنه، هم د اخلاص او عبادت د توښو د زیاتولو لپاره ښه فرصت ؤ. له دې وروسته د پیغمبر اکرم (ص) دعوت څرګند شو او  له پراخو مشکلاتو سره  مخ شو . په عین حال کې  که د پیغمبر معنویّت نه وائ، نو هغه نه توانید، په ځان له سر د هغو ټولو ترینګلتیاؤ او مشکلاتو په وړاندې دریدلی وائ او لکه د غرۀ کلک او ټينګ مقاومت ئې وکړ.هغه په ډیرو مشکلاتو کې ترټولو زیات وخت د شپې مهال په عبادت تیروۀ،حتی هغه مهال چې  د خپلو ماندنو کور ته تللی،نو  لازیات وخت به ئې په عبادت تیروۀ، ام سلمه وائي ،یوه شپه پیغمبر اکرم زما په کور کې میلمه ؤ.نیمه شپه، هغه بزرګوار د خپل خوب په کوټه کې نه ؤ.په اندیښمنیدا سره په هغه پسې وګرځیدم.هغه په یوۀکونج کې په عبادت بوخت ؤ او لکه د ورښت په شان ورڅخه اوښکې تویدې او وئيل ئې ؛ اللّهُمَّ وَ لَا تَکِلْنِی اِلی نَفْسِی طَرْفَه عَیْنٍ اَبَداً»؛ خدایه! ما پخپل حال مه پریږده،عرض مو وکړ،تاسو ولې دومره ژاړئ؟ تاسوباندې خو خداي لطف او مهرباني کړې ده؟،وې فرمآئيل؛آیا زه د خداي شکر ګزار ونه وسم؟ : همداشان وئیل شوي دي هغه بزرګوار هره شپه  د عبادت لپاره خانه کعبې ته تلو  ، د خداي کور ته مخامخ ودریدئ اوخپله بندګي او خشوع به ئې په الهي درګاه کې وړاندې کاوۀ. کله  کله به تر ساعتونو پورې په عبادت درید، داسې چې پښې به ئې وپړسیدلې، او سجده به ئې دومره اوږده کیدله  چې د هغه بزرګوار ټنډه به زخمي کیدله.

د اسلام دښمنانو پيغمبر اکرم(ص) ته د تاوان رسولو لپاره د هغه عبادت لاسوند ګرځوۀ او وئيل ئې،د محمد دین د بیکاره خلکو لپاره ښه دی. دا بیکاره خلک دي چې د هغه په دین ایمان راوړي. مونږ کار او ژوند لرو او زمونږ وخت ډک دی  او دعبادت لپاره هیڅ فرصت نه لرو::  د هغه بزرګوار ترټولو سخت دښمن ابوجهل هم دغه فرصت غنیمت وبالۀ او وې وئيل،  دغه قرآن یوازې د کړاؤ او مشکلات  رامینځةکړي دي. ددغو ډلو کړاؤنو او مشقت زغملو توان نه لرو چې  په محمد ایمان راوړو::

دوي د پيغمبر اکرم(ص) دعبادت په درک کولو کې بې وسه وو او نه پوهیدل چې د پیغمبر دروند مسئولیّت  او د مشکلاتو د پيټي زغمل ، یوازې په لازیات عبادت او د معنویّت په ترلاسه کولو سره  شوني دي. په عین حال کې ، قرآن کریم پیغمبر  په عبادت کې  اعتدال ته بللی  اوا د طه سورې دوه آیت  په همدې باب نازل شوی دی.؛ ما أَنْزَلْنا عَلَیْکَ الْقُرْآنَ لِتَشْقى: ؛ مونږ قرآن پر تاسو ددې لپاره نازل  نه دی کړی ، څو ځان له مشکلاتو سره مخ کړئ: په ورپسې آیت  کې بیا فرمائي؛إِلَّا تَذْکِرَه لِمَنْ یَخْشى : قرآن نازولو څخه یوازینی مقصد دا دی چې  له خدایه ویریدونکی کسان یاد  او ویښ کړئ::

دغه آیتونه  د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د بې وقفې هڅې  او د رسالت د ابلاغ په حوزې :ې د هغه د مشقت او مینې په باب دي او  ددې آیت معنا دا ده چې  ائ پيغمبره؛ مونږ قرآن نازل کړی  نه دی ددې لپاره چې  ځان  په سختئ کې واچوې  او  ددې منلو ته د خلکو د مجبورولو او د تبلیغ په لاره کې  ځان اندیښمن او خپه کړې،ستاسو کار دی لارښونه او هدایت او منل د هغوي کاردی.

نو ځکه د طه سورې په دوهم آیت کې پیغمبر ته فرمائي ؛مونږ قرآن پر تا نه دی نازل کړی ،څو  ته دومره خپه شې او  د مشرکانو د ایمان په نه راوړلو دومره خواشینی شې  چې ځان وکړوې  او نه زغمونکی مشقت ته مخه کړې، بلکې  همدې  سورې ددریم آیت په اساس ، قرآن ؛ یوازینی نصیحت  او سپارښتنه ده  هغو کسانو ته  چې له خدایه ویریږي او په ځ ان کې د پرمختګ زمینې ئې برابرې کړې وي؛  إِلَّا تَذْکِرَه لِمَنْ یَخْشى»؛ یعني  هغه چا لپاره یادونه چې  په زړه کې ویره او ډار وي ،څو د هغه له خبرداریو اغیزمن شي.

نو خوږو دوستانو  د رڼا سرچینې نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو له دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو ،هیله من یوو چې له دغه شان مطلبونو خپله معنوي اوروحاني تنده ماته کړئ او مونږ هم پخپلو د عاګانو کې یاد کړئ، سرلوړي او بریالي ووسئ .البته زمونږ  انټرنیټي ایډریس PARSTODAY.IR/PS     هم مه هیروئ. او له خپلو خپلوانو او دوستانو سره ئې شریک کړئ .

 (سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه