Mar 21, 2024 16:20 Asia/Kabul
  • د ایران او عربستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار

د سعودي عربستان په جده ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت سر قونسل او د دغه ښار د سوداګرۍ خونې مشر په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اقتصادي، تجارتي او علمي اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار کړی.

د ایرنا د راپور له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ په جده کې د ایران سر قونسل حسن زرنګار د جدې د سوداګرۍ د خونې له مشر محمد یوسف ناغي سره په کتنه کې ویلي: ایران د سعودي عربستان لپاره د هر ډول تبادلې د رامینځته کولو لپاره ډیر او متنوع ظرفیتونه لري، چې له جملې څخه یې د طب او درملنې، ګرځندوی، ساختماني موادو، تخنیکي انجینرۍ خدمتونه شامل دي.

د جدې د سوداګرۍ خونې مشر په بېلا بېلو برخو کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا د هرکلي په ترڅ کې د اقتصادي تبادلې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو پلاويو د تبادلې پر اهمیت او لومړیتوب ټینګار وکړ.

محمد یوسف ناغی د مکې او مدینې د دروازې په توګه د جدې بندر اهمیت ته په اشارې سره وویل: د ایران له ظرفیتونو څخه استفاده د اقتصادی، تجارتی او علمی اړیکو د پراختیا لپاره ګټوره او ضروری ده.

 

ټیګونه