ایران د پستې په باغدارۍ کې په نړۍ کې لومړی ځای لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i148014-ایران_د_پستې_په_باغدارۍ_کې_په_نړۍ_کې_لومړی_ځای_لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې وزارت د وچو مېوو د ادارې مشر وایي، هېواد یې د پستې په باغدارۍ کې په نړۍ کې لومړی او د دغه محصول په تولید کې دویم مقام لري.
(last modified 2024-03-22T07:22:18+00:00 )
Mar 22, 2024 11:51 Asia/Kabul
  • ایران د پستې په باغدارۍ کې په نړۍ کې لومړی ځای لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې وزارت د وچو مېوو د ادارې مشر وایي، هېواد یې د پستې په باغدارۍ کې په نړۍ کې لومړی او د دغه محصول په تولید کې دویم مقام لري.

د صدا او سیما د جمعې ورځې د خبر له مخې، د ایارن د وچو میو د ادارې عمومي مشر داریوش سالمپور وایي، پسته د کرنې او باغدارۍ د سکټور یو له مهمو محصولاتو څخه دی او د اسعارو د عاید له پلوه د ایران د باغدارۍ محصولاتو په منځ کې لومړی مقام لري چې یو له  ستراتیژیک محصول څخه ګڼل کیږي.

سلیمپور بهر ته د ایران د پستې صادراتو ته په اشارې سره وویل: د صادراتو د ارزښت له پلوه د پستې لومړی مقام د پستې محصولاتو پورې اړه لري او وړاندوینه کیږي چې په هغه کال کې چې د تولید د ودې په شعار سره نومول شوی وو، د تولید د زیاتوالي ترڅنګ، د تیر کال د ورته مودې په پرتله، د صادراتو په کچه کې د وزن له پلوه 56٪ او د ارزښت له پلوه 50٪ زیاتوالی ولري.

هغه په دغه هېواد کې یاد محصول ته د ځانګړې پاملرنې په اړه د بېلا بېلو پروګرامونو د عملي کولو څخه هم یادونه وکړه.