د ډاکټرآیت الله ابراهیم رئیسي علمي مخینو او تالیفاتوته کتنه
پارس ټوډې – آیت ا...رئیسي د ددینی درسونو او د حوزې په علمي نظام کې د لوړ ځائيګي د ترلاسه کولو ترڅنګ، په یووخت خپلې پوهنتوني زده کړې د فقې او حقوقو په څانګې کې تر پي ایچ ډي پورې هم پاي ته ورسولې.
آیت الله سید ابراهیم رئیسي د قم په علمیه حوزې کې ،د فقې اصول، له آیت الله مروي، د قرآن کریم تفسیر، له آیت الله مشکیني او آیت الله خزعلی ، د فلسفې او منظومې شرحه له آیت الله احمد بهشتي او د پيژندګلوۍ پړاؤ هم له آیت الله مطهري ، نهج البلاغه هم له آیت الله نوري همداني او نور درسونه هم د حوزې له مشهورو استاذانو زده کړل.
آیت الله سید ابراهیم رئیسي ، په علمیه حوزې کې د سطحې د دورې له پاي مخکې وتوانید،په پوهنتوني کلاسیک نظام کې هم د حقوقو په څانګې کې تر ایم فِل(M phl) پورې لاړ او په ۱۳۸۰لمریز کال کې له خپل تیسس له ختمولو څخه په دفاع کې ئې د فقې او خصوصي حقوقو په څانګې کې د شهید مطهري دعالی مدرسې تر پی ایچ ډي پورې زده کړو ته دوام ورکړ.
دوي د فقې او حقوقو په څانګې کې د خپلو څیړنو په بشپړولو سره د حوزې ترټولو لوړې سوئې مدرک(څلور سطحې)ترلاسه کړ او په نهایت کې ئې د
؛ په حقوقو او فقې کې د اصل او ظاهر تعارض؛ په عنوان سره د خپلې پی ایچ ډی ډګرئ رسالې دفاع وکړه. او په شهید مطهري عالی مدرسې کې ئې د په فقې او حقوقو کې پی ایچ ډي ډګري هم ترلاسه کړه.
د هیواد پر سترو سیاسی مسئولیتونو سربیره له دینی طلبه ؤ سره دخپلو درسی ارتباط پر ساتلو مشتمل د آیت الله مهدوي کني او آیت الله حاج اقا مجبتی تهراني د بیا بیا سپارښتنو په اساس،له ۱۳۸۰لمریزکال څخه تر وروستیو پورې د مجد،امیر المومنین علیه السلام، امام حسین علیه السلام او د مروي مدرسې پشمول د تهران په علمیه مدرسو کې د مدّرس په توګه د فقهي قواعدو او کفایتیّن ، رسایل و مکاسب په څير د حوزې د لوړو سطحو تدریس ته دوام ورکړ او د ۱۳۹۵لمریز کال له هماغه پیل څخه مشهد مقدس ته له تلو وروسته په نواب عالی مدرسې کې ئې د فقې وقف په موضوع کې تدریس ته مخه کړه . او همداراز ډاکټر رئیسي په امام صادق(ع) پوهنتون، آزاد اسلامی پوهنتون او د شهید مطهري عالی مدرسې کې د پي ایچ ډي او ایم فِل په سویو کې تدریس هم دوام ورکړ.
علمی مخینې؛
د قم علمیه حوزې د فقې او اصولو څلور سوئې
د شهید مطهري عالی مدرسې څخه د حقوقو د اساس او فقې کې پی ایچ ډي
د تهران په پوهنتونونو او علمه حوزو کې د قضائي فقې او اقتصادي فقې دقواعدو او لوړې سوئې فقهي متنونو تدریس:
تالیف شوي کتابونه ؛
د فقې د قواعدو د درس د تقریرونو کتاب(قضائي څانګه)
د فقې د قواعدو ددرس تقریرونو کتاب(اقتصادي برخه)
د فقې د قواعدو د درس تقریرونو کتاب ( عبادي برخه)
ارث بلاوارث در فقه و حقوق
تعارض اصل و ظاهر در فقه و حقوق
د وقف فقه
د علمی ویناؤ او تقریرونو ځیني برخې
برخی سخنرانیهای علمی ارائه شده
تعدد اسباب مسئولیت
بیع فاسد و اقسام آن
مفهوم رهن
مدیریت کارآمد
نظارت اثر بخش
تأثیر متقابل تصمیمات قضایی و اقتصادی
جایگاه نظارت و بازرسی در اسلام
عدالت و تأثیر آن بر سبک زندگی
همداراز په پوهنتونونو او علمي مرکزونو او د وزارتونو او حکومتي اورګانونو کې تخصصي سمینارونو او په اقتصادي،مدیریّتي ، اجتماعي او حقوقي حوزو کې په لسګونو علمي ویناوې
په نړیوالو غونډو کې ویناوې
په افریقا لوئې وچې کې له اداري فساد سره د مبارزې غونډه
په ارژنټاین کې له منظمو جرمونو سره د مبارزې غونډه
د روسیې په سوچي کې د اداري سلامتیا غونډه
په پاکستان کې د بشری حقوقو غونډه
د ترکیې د استانبول په اجتماعي بدلونونو کې د عاشورا د رول غونډه
د نیجریه،په بشری حقوقو ساتنې کې د اساسی قانون ددلالتونو غونډه
د چین،له فساد سره په مبارزې کې دنړیوالو ملګرتیاؤ غونډه،
د آسیا د عمومي پلټونکو د قایمقام په توګه انتصاب او په فیلیپین کې له اداري فساد سره د مبارزې غونډه،
او دغه راز د نورو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره نوره په لسګونو تخصصي ناستې.
علمي تاسیسي فعالیتونه ؛
په تهران(کوي نصر) کې د فاطمةالزهرا سلام الله علیها (خواهران) علمیه حوزې موسیس،
او دغه راز شهید ډاکټر ابراهیم ریسي ، د قم علیمه حوزې تر نظر لاندې د امام هادي علیه السلام د شیعه شناسۍ تخصصوصی مرکز موسیس هم دی .