May 25, 2024 15:47 Asia/Kabul
  • شهید رئیسي نه ستړي کیدونکی او د انقلاب د شعارونو مظهر و

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کښې وویل شهید رئیسي نه ستړی کیدونکی او د انقلابي شعارونو مظهر و.

هغه حضرت نن د خدمت د شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کښې د دغو شهیدانو کورنیو ته په تسلیت ویلو سره د خلکو لپاره کار ، د خلکو خدمت کول او  ولسي توب د دغو شهیدانو ښکاره ځانګړنه وبلله او ویې ویل مرحوم شهید رئیسي شپه او ورځ نه پيژندله او د کلمې په حقیقي معنا نه ستړی کیدونکی و.

حضرت ایت الله خامنه اي مرحوم شهید حسین امیر عبداللهیان هم نه ستړی کیدونکی وباله او ویې ویل په داخلي او خارجي جبهو کښې د شهید رئیسي او د شهید حسین امیر عبداللهیان د خدمتونو او د هڅو بیانول یوه اوږده او مفصله کیسه ده.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود له اسلامي جمهوریت څخه د خلکو د بیلتون په هکله د دښمانانو ادعا او پروپاګنډو ته په اشارې سره وویل دغه پیښې د نړۍ خلکو ته او په عمل کښې ثابته کړه چې د ایران ملت ولسمشر او هغو کسانو ته چې د انقلاب د شعارونو مظهر وو څومره  وفاداره دي او لیوالتیا ورته لري.

د مشرتابه ستر مقام رئیسي د انقلاب د شعارونو مظهر وباله او ټینګار یې وکړ شهید رئیسي له هماغه لومړیو څحه چې د انتخاباتو تبلیغاتو ته ورننوت د انقلاب په شعارونو او د حضرت امام خمیني رح په شعارونو تکیه وکړه او ټولې دنیا هغه د انقلاب د ولسمشر په توګه پيژنده.

د اسلامي  انقلاب ستر لارښود زیاته کړه کله چې خلک په دې ډول په دومره عظمت سره د دغه سړي ملاتړ او درنښت کوي نو معنا یې د انقلاب له شعارونو ملاتړ دی.

حضرت ایت الله خامنه اي دغه راز د شهید ال هاشم په هکله یو مهم ټکی د جمعې لمانځه د معنا بدلول وباله او جوته یې کړه مرحوم ال هاشم له هغه وخت راهسې چې د تبریز سیمې د جمعې امام شو دغه لمونځ دغه عبادي عمل په یوه جامع عبادي، معنوي ، خدماتي او ولسي عمل بدل کړ.

هغه حضرت د خلکو لپاره کار او هڅه د شهید موسوي او د شهید رحمتي او د الوت د کادر د شهیدانو مهمې ځانګړنې وبللې او تینګار یې وکړ ټولې ځانګړنې او روحیات سبب شول چې خدای پاک هغوې د ایران د ملت د سرلوړۍ سرچینه وګرځوي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په تبریز، قم، تهران، شهر ری ، بیرجند ، مشهد ، مراغه ، زنجان او نجف اباد کښې د دغو شهیدانو د جنازو په دستورو کښې د خلکو  حرکت او پاڅون ته په اشارې سره وویل د جنازو دغه پرتمینه دستورو وښودله چې د ایران ملت ژوندی دی.

دغه راز نن سهار د خدمت د شهیدانو حجت الاسلام و المسلمین شهید سید ابراهیم رئیسي ، حسین امیر عبداللهیان ، د تبریز د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین ال هاشم ، د اذربایجان شرقي ولایت د والي مالک رحمتي ، د ولسمشر د حفاظت د ګارډ د قومندان سردار سید مهدي موسوي او د الوتکې د کادر یعني امیر سرتیپ دوم سید طاهر مصطفوي ، د بل پایلوټ امیر سرتیپ دوم پایلوټ محسن دریانوش او دوهم فني ډګروال بهروز قدیمي د درنښت مراسم په تهران کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلي خامنه اي په شتون په  امام خميني رحمت الله علیه په امامباړې کښې ترسره شول.

په دغو مراسمو کښې د ایران د بیلابیلو پرګنو په زرګونو کسانو، د شهیدانو کورنیو، د قواو مشرانو، د هیواد سیاسي او پوځي چارواکو ، خارجي میلمنو په تیره بیا د عراق ولسمشر او د عراق یوشمیر نورو چارواکو او دغه راز د بیلابیلو هیوادونو سفیرانو ګډون درلود، او د قران کریم نړیوالو قاریانو د قران مجید څو ایتونه تلاوت کړل او د اهل بیت علیهم السلام مداحانو هم مداحي وکړه او ماتم یې وکړ.

په دغو دستورو کښې حجت الاسلام رفیعي په خپلې وینا کښې د خلکو خدمت کول ، اخلاص او توسل، د خدمت د شهیدانو په تیره بیا د جت الاسلام و المسلمین رئیسي درې ځانګړنې وبللې او ویې ویل د الهي وعدې پراساس هغه کسان چې صالح عمل او خلکو ته خدمت کول په خالصانه او صادقانه ډول ترسره کړي خدای پاک د دوې په زړونو کښې مینه راولي او دغه موضوع مو د دغو شهیدانو د پرتمینه جنازو په مراسمو کښې ولیدله.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي هیلي کوپټر د روان میلادي کال د مي د میاشتې په نولسمه نیټه د ایران په شمال لویدیځ کښې د اوبو د یوه  ډیم  د پرانیستلو له مراسمو څخه د ستنیدا په وخت له پیښې سره مخامخ شو او په غره کښې وغورځید.

په دغه پیښه کښې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ، د تبریز ښار د جمعې لمانځه خطیب ، د اذربایجان شرقي ولایت والي او ورسره نورو ملګري او دی هیلي کوپټر پایلوټان شهیدان شول.

 

ټیګونه