د مالیزیا د کرهڼې له صنعت سره د ایراني نانو محصولاتو مرسته
(last modified Tue, 11 Jun 2024 11:03:12 GMT )
Jun 11, 2024 15:33 Asia/Kabul
  • د مالیزیا د کرهڼې له صنعت سره د ایراني نانو محصولاتو مرسته

د مالیزیا د کرنې وزارت مدیرانو د نانو په ډګر کې د ایران د پرمختګ په اړه د حیرانتیا په څرګندولو سره، د دغو محصولاتو پیرود په اجنډا کې شامل کړ.

د پارسټوډې د رپوټ له مخې په تهران کښې د مالیزیا د کرنې د وزارت او د ایران د نانو او مایکرو ټېکنالوجۍ د پراختیا د مرکزي دفتر د مدیرانو ترمېنځ په کتنه کښې د کرنې په برخه کښې د ایران د نانو ظرفیتونه دغې ډلې ته وړاندې شول.

یو له هغو موضوعاتو څخه چې د مالیزیا لخوا یې خورا تود هرکلی شوی د نانو ببل ټیکنالوژي وه چې د شنو خونو په کرنه، د اوبو په پاکولو او کب نیولو کې کارول کیږي.

همدارنګه د نانو د بسته بندۍ یا پیکنګ په برخه کې د ایران وړتیاوې چې د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د پروټین محصولاتو د ذخیره کولو وخت زیاتوي، د مالیزیا د پلاوي لپاره د پام وړ و. دا ایراني کڅوړې په بشپړ ډول سوداګریزې شوې او په تیرو کلونو کې د دې ډول کڅوړو سره خوراکي شیان او سبزیجات بازار ته وړاندې شوي دي.

د دې ډلې لپاره یوه بله د پام وړ ټیکنالوجي، د ایران نانو سرې وې.

بايد يادونه وشي چې ايران له امريکا، جاپان، انګلستان او جنوبي کوريا وروسته د نانو ټکنالوژۍ د نړيوالو معيارونو د پراختيا په برخه کې په نړۍ کې پنځم ځای لري.

ایران هم داشان د نانو ټیکنالوژۍ په ډګر کې د عملي څیړنو په برخه کې د نړۍ په لسو غوره هیوادونو کې شمیرل کیږي او د ټکنالوژۍ او سوداګریزو تولیداتو تنوع او ډول والی د دې پرمختګ یو لامل دی.