اروپائي ټرائيکا د سوله ایزو ایټمی خبرواترو په لاره کې خنډونه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149504-اروپائي_ټرائيکا_د_سوله_ایزو_ایټمی_خبرواترو_په_لاره_کې_خنډونه_جوړوي
په آسټریا کې د ایران او روسیې سفیرانودد ایران د سوله ایز ایتمي پروګرام او د  ایټمي انرژۍ له ایټمی اژانس سره  د اړونده مسئلو په باب  سره خبرې  وکړې.
(last modified 2024-06-19T00:29:32+00:00 )
Jun 19, 2024 04:57 Asia/Kabul
  • اروپائي ټرائيکا د سوله ایزو ایټمی خبرواترو په لاره کې خنډونه جوړوي

په آسټریا کې د ایران او روسیې سفیرانودد ایران د سوله ایز ایتمي پروګرام او د  ایټمي انرژۍ له ایټمی اژانس سره  د اړونده مسئلو په باب  سره خبرې  وکړې.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د  روسیې سفیر او دایمي استازي میخائيل اولیانوف  په خپل ټولنیز پیغام کې لیکلي  دي ، پرون ئې په ویانا  کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د ایران له سفیر اودایمي استازي محسن نذیری اصل سره  د ایران د سوله ایزو ایټمی فعالیتونو او  د ایټمی انرژۍ له نړیوال آژآنس سره  په ارتباط کې د دوواړو لورو د خوښې وړ موضوعګانو باندې بحث او دنظر تبادله کړې ده.

د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس  واکمنې شورا دوه اونۍ مخکې د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په ضد د اروپائي هیوادونو دغلیمانه اقداماتو په دوام کې داروپآئي ټرائيکا وړاندیزي پریکړه لیک تصویب کړی دی.

داپه  داسې حال کې دي چې   د ایټمی انرژۍ دنړیوال اژآنس پلټونکو  تر اوسه پورې په کرتو د ایران دایټمي تاسیساتو کتنه او څارنه کړې ده  او هیڅکله ئې هم داسې کوم مدرک نه دی ترلاسه کړی چې وبریښوي ،د ایران سوله ایز ایټمي پروګرام د پوځي مقصدونو په لور منحرف شوی وي.

د ایران  خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د آژانس په واکمنې شورا غونډې کې د ایراني ضد پریکړه لیک په سخته محکوم کړی او دا ئې ناکاره او د خپلواکه هیوادونو په ضد له نړیوالو  ادارو  او لارو چارو څخه د ناوړه سیاسی استفادې لپاره  دځينو لویدیځي هیوادونو بې ځایه هڅه بللې ده.