ایران د ټکوانډو د نړیوال جام اتلولي ګتلې ده
پارستودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د ټکوانډو ملي ټیمونه په جنوبي کوریا کې د نړیوال جام په سیالیو کې اتلولي تر لاسه کړې ده.
په جنوبي کوریا د ۲۰۲۴ میلادي کال د ټکواندو د نړیوال جام په سیالیو کې چي د چانچئون په ښار کې تر سره شو، د ایران د اسلامي جمهوریت ټکواندو کاران په کښې لومړي مقامونه تر لاسه کړلې.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د ښځینه ټکواندو ملي ټیم د جنوبي کوریا په ماتولو سره، فاینال ته لاره ومونده او په فاینال کې یې بیا المغرب ټکواندوکارانو ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره اتلولي تر لاسه کړې ده.
د نارینه ټکواندوکارانو ملي ټیم هم په لومړۍ لوبه کې د ساحل عاج سره مقابله وکړه چي په دواړو سیالیو کې د ایران ټیم د ۱۷۵ او ۱۴۰ نمراتو په تر لاسه کولو سره، د سیالیو ګټونکي شو او فاینل ته یې لاره پیدا کړه.
په فاینل کې هم د ایران د نارینه ټکواندوکارانو ټیم د جنوبي کوریا په وړاندې په مجموع سره، د ۱۷۵ او ۱۴۰ نمراتو په ترلاسه کولو سره، د دوهم ځل لپاره د ټکواندو د نړیوال جام ګټونکی شو.