د ایران او چین د اړیکو پر پراختیا ټینګار + د کارپوهانو نظر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150002-د_ایران_او_چین_د_اړیکو_پر_پراختیا_ټینګار_د_کارپوهانو_نظر
د ايران د اسلامي جمهوريت سرپرست محمد مختار او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو د ٢٤مې سرمشريزې په څنډه کې لیدلي او خبرې اترې يې کړي.
(last modified 2024-07-05T05:51:17+00:00 )
Jul 05, 2024 10:20 Asia/Kabul
  • د ایران او چین د اړیکو پر پراختیا ټینګار + د کارپوهانو نظر

د ايران د اسلامي جمهوريت سرپرست محمد مختار او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو د ٢٤مې سرمشريزې په څنډه کې لیدلي او خبرې اترې يې کړي.

په دغه کتنه کې مخبر د شهید ایت الله رئیسي او د هغه د ملګرو د شهادت په پیښه کې د ایران له خلکو سره د خواخوږۍ او پیوستون د څرګندولو له امله د چین له حکومت او ملت څخه مننه وکړه او ویې ویل: د ايران او چين ترمنځ اړيکې ستراتيژيکې دي او د متقابلو ګټو او درناوي پر بنسټ ژورې او پراختيا مومي.

د تهران او بیجینګ اړیکو د شهید سید ابراهیم رئیسي په دوره کې د پام وړ پرمختګ وکړ او اوس د دواړو خواوو په هوډ سره دا اړیکې تر بل هر وخت زیاتې پراختیا مومي.

 له همدې امله د ایران د اسلامي جمهوریت سرپرست ولسمشر ټینګار وکړ چې په اقتصادي، سوداګریزو او د انرژۍ په برخو کې د فیمابین همکاریو د دوام او پراختیا لپاره د ایران او چین د مشرانو هوډ جدي دی.

د سیاسي چارو کارپوه علي جمالي وايي:

"د ایران او چین اړیکې تاریخي ملاتړ لري او تر اوسه پورې د ځینو اړخیزو هڅو سره سره، په دغو اړیکو کې هیڅ ډول ګډوډي نه ده رامنځته شوې. ایزان او چین د ورېښمو د لارې په اوږدو کې دوه مهم هېوادونه دي او په دې کې شک نشته چې د ایران نوی حکومت له بېجينګ سره به هم په جدي توګه اړيکې ټينګې کړي.»

له همدې امله د چين ولسمشر شي جين پينګ له مخبر سره د کتنې په ترڅ کې يو ځل بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر او د هغه د ملګرو په شهادت خواشيني څرګنده کړه او له هغه يې وغوښتل چې د ايران د اسلامي انقلاب ستر لارښود ته سلامونه وړاندې کړي.

د چین ولسمشر په دې خبرې سره چې د دواړو هېوادونو اړیکې ستراتیژیکې دي او څرګنده یې کړه چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراخولو لپاره د چین سیاست د بهرنیو عواملو تر اغیزې لاندې نه دی.

دا په دې مانا چې تهران او بیجینګ په ټولو برخو کې د نورو قدرتونو لکه لوېدیځ له اغېز پرته خپلو اړیکو ته پراختیا ورکوي او په دې برخه کې یې ۲۵ کلن ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی دی.

شي جين پينګ وويل، چې د پراختیا د دوام، پرمختګ او د ایران د ملت د هوساینې غوښتوونکی دی او په دې برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې پیاوړې شوي دي.

په هر صورت، ایران او چین د اړیکو د پراختیا او ژورولو لپاره لوی ظرفیتونه لري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو اندازه په مطلوبه کچه نه ده.

د ایران اسلامي جمهوریت هیله لري چې چین په ایران کې د پانګونې د زیاتولو په ترڅ کې د ایران د صادراتو او پانګونې صنایعو ته خپل زیات بازارونه پرانیزي.

بې له شکه چې ايران او چين په زړه پورې بازارونه لري او د دغو ظرفيتونو پېژندنه کولاى شي د همکاريو په پراختيا کې مرسته وکړي.

په لوېدیځه اسیا کې د ایران ستراتیژیک موقعیت او د انرژۍ ظرفیت د دې لامل شوی چې نور سیمه ییز سازمانونه لکه شانګهای او برکس ایران خپل د باور وړ سیمه ییز شریک په توګه وګڼي.