د افغانستان او ایران سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150008-د_افغانستان_او_ایران_سوداګرۍ_کچه_۴۰_سلنه_لوړه_شوې
چارواکي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ په سوداګریزه برخه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی او روان کال په ترڅ کې له ایران څخه د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته صادرات شوي.
(last modified 2024-07-05T07:59:50+00:00 )
Jul 05, 2024 12:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې

چارواکي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ په سوداګریزه برخه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی او روان کال په ترڅ کې له ایران څخه د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته صادرات شوي.

د ایران د خراسان رضوي د صنعت او سوداګرۍ ادارې مشر امیر رضا رجبي وایي، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۲۴ سلنه زیاته شوې وه چې په دغه کال کې یې د ۶۲۱ مېلیون ډالرو به ارزښت افغانستان ته صادرات کړي.

نوموړي زیاتوي، خو د سږني کال په لومړیو دوو میاشتو کې یې صادرات د تېر کال دوو میاشتو پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي او په یاده موده کې یې افغانستان ته د ۱۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.

تر ده وړاندې د ایران د سوېلي خراسان د ګمرکونو عمومي مشر هم ویلي و، چې د ماهیرود له لارې د سوداګریزو ټرانزیټي توکو په لېږد کې اته برابره زیاتوالی راغلی.

محمد کوهګرد ویلي و، چې افغانستان ته د ټرانزیټي توکو په وزن کې د تېر کال پرتله ۷۳۵ سلنه زیاتوالی لیدل کئږي.