د افغانستان او ایران سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې
چارواکي وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ په سوداګریزه برخه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی او روان کال په ترڅ کې له ایران څخه د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته صادرات شوي.
د ایران د خراسان رضوي د صنعت او سوداګرۍ ادارې مشر امیر رضا رجبي وایي، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۲۴ سلنه زیاته شوې وه چې په دغه کال کې یې د ۶۲۱ مېلیون ډالرو به ارزښت افغانستان ته صادرات کړي.
نوموړي زیاتوي، خو د سږني کال په لومړیو دوو میاشتو کې یې صادرات د تېر کال دوو میاشتو پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي او په یاده موده کې یې افغانستان ته د ۱۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.
تر ده وړاندې د ایران د سوېلي خراسان د ګمرکونو عمومي مشر هم ویلي و، چې د ماهیرود له لارې د سوداګریزو ټرانزیټي توکو په لېږد کې اته برابره زیاتوالی راغلی.
محمد کوهګرد ویلي و، چې افغانستان ته د ټرانزیټي توکو په وزن کې د تېر کال پرتله ۷۳۵ سلنه زیاتوالی لیدل کئږي.