«مسعود پزشکیان» د ایران نهم ولسمشر شو
«مسعود پزشکیان» د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو د څوارلسم پړاو د ټاکنو په دویمه مرحه کښې د اکثریت رایو په ګټلو سره د ایران منتخب ولسمشر شو.
«مسعود پزشکیان» د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو د څوارلسم پړاو د ټاکنو په دویمه مرحه کښې د اکثریت رایو په ګټلو سره د ایران منتخب ولسمشر شو.
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، مسعود پزشکیان له ټولټال ۳۰ میلیون ۵۳۰ زره او ۱۵۷ رایو څخه په ۱۶ میلیون ۳۸۴ زره او ۴۰۳ رایو په ترلاسه کولو سره د ایران نهم منتخب ولسمشر شو.
هغه په ۱۳۳۳ لمریز کال کښې زیږیدلی او د زړه ماهر جراح هم دی.
ښاغلی پزشکیان ۵ ځله د اسلامي شورا یعنې د ایران د پارلیمان غړی پاتې شوی او همداشان یې د یو پړاؤ لپاره د روغتیا وزیر پاتې شوی دی.
یاده دې وي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو انتخاباتو دویمه مرحله پرون په ټول ایران کښې او همدشان د نړۍ په ځینو هیوادونو کښې د استوګنو ایرانیانو لپاره ترسره شوه.