"پژشکیان" د ایران د خلکو منتخب ولسمشر شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150034-پژشکیان_د_ایران_د_خلکو_منتخب_ولسمشر_شو
د ایران د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزیر او د اسلامي شورا اوسنی غړی مسعود پژشیکان د ایران د څوارلسمې دورې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د زیاتو رایو د تر لاسه کولو له امله د دغه هېواد د خلکو منتخب ولسمشر وټاکل شو.
(last modified 2024-07-06T05:23:00+00:00 )
Jul 06, 2024 09:50 Asia/Kabul

د ایران د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزیر او د اسلامي شورا اوسنی غړی مسعود پژشیکان د ایران د څوارلسمې دورې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د زیاتو رایو د تر لاسه کولو له امله د دغه هېواد د خلکو منتخب ولسمشر وټاکل شو.

د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې، دویم پړاو ټاکنې د جمعې په ورځ جولاۍ په پنځم په ټول ایران او د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د اسلامي ایران په نمایندګو کط ترسره شوې چې په پایله کې یې مسعود پژشکیان له دیرش میلیونه پنځه لکه، دیرش زره یو سلو اوه پنځوس رایو څخه شپاړس میلیونه درې لکه څلور اتیا زره څلور سوه درې رایو په تر لاسه کولو د ایران د خلکو د نهم منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ولسمشرۍ د دویمې دورې په دغه ټاکنو کې د ښاغلي پژشکیان سیال او د ایران د ملي امنیت پخوانی مشر سعید جلیلي وو چې د ۱۳ میلیونه ۵۳۸ زره ۱۷۹ رایو په تر لاسه کولو سره یې په دغه مبارزه کې دویمې لوړې رایې تر لاسه کړې.

د ایران په شمال لویدیځ کې د چورلکې د غورځیدو په پېښه کې د ایران د پخواني ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د هغه د یو شمیر ملګرو د شهادت له امله دغه ټاکنې له ټاکلې وخت یو کال وړاندې ترسره شوې چې څه د پاسه ۶۱ میلیونه او ۵۰۰ زره کسانو د رایې ورکولو په شرایطو برابر اعلان شوي وو.

 

پژشکیان د ایران اسلامي جمهوریت نهم ولسمشر

۷۰ کلن پژشکیان د زړه د جراحۍ په برخه کې تخصص لري او له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۸۴ کال پورې د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو د وزیر په توګه پاتې شوی دی.

د ایران د خلکو دغه منتخب ولسمشر په خپل کاري تاریخ کې پنځه دورې د اسلامي شورا غړی او یوه دوره د مقننه قوې د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي.

د ولسمشرۍ د نوماند په توګه د وړتیا له تائیدو وروسته ښاغلي پژشکیان پخپلو ټاکنیزو ویناوو او مناظرو کې له مسلکي ځواک څخه ګټه اخیستنه، له سیاسي ډلو سره تعامل، په ټولنه کې عدالت تامینول، د ایران په وړاندې د لویدیځ د ظالمانه بندیزونو د لیرې کولو لپاره له ټول توان څخه کار اخیستل، له ټولې نړۍ په ځآنګړې ډول د مسلمانو او ګاونډيو هېوادونو سره غوره تعامل ساتل د خپلو لومړیتوبونو څخه یاد کړي وو.

د ولسمشرۍ د ټاکنو په دې دوره کې د بېلا بېلو ډلو د مخکښو شخصیتونو له شتون سره، سره د ایران د ملت ځینو دښمنانو د ټاکنو اهمیت د کمولو په موخه ادعا وکړه چې دغه انتخابات یوه ننداره ده او د پژشکیان په څېر خلک د بریا چانس نه لري.

د تېرو دورو ټاکنو ته کتنه هم د بېلا بېلو سیاسي ذوقونو او نظرونو سره د کاندیدانو شتون او انتخاب په ایران کې د ټاکنو د شفافیت او صداقت نښه ده.

خو د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د ایران د خلکو ازاد او هوښیارانه انتخاب یو ځل بیا ثابته کړه چې هغوی په نازکو شیبو کې د خپل هېواد د برخلیک او پرمختګ د ټاکلو لپاره غوره تصمیم نیونکي دي.

په دې لړ کې د ایران ولس د جمعې په ورځ د ایران د څوارلسمې دورې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دویم پړاو کې د لومړی دور په پرتله په پراخ ګډون سره، د دوی د نهم ولسمشر د ټاکلو لپاره ټاکنو ته ولاړل او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره یې د هېواد د چارو د پرمخ بیولو لپاره خپل غوره نوماند وټاکه.

حقیقت دا دی چې پرون جمعه د اسلامي انقلاب د تاریخ په وروستیو کې یوه ستره حماسه وه.

د دې حماسې بل پیغام دا وو چې  په ټاکنو کې ګډون د هماغه اصولو تکرار دی چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته تل د ولسواک نظام بنسټونه ټینګ کړي دي.

لکه څنګه چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د خلکو د ګډون په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هرڅومره چې په ټاکنو کې ګډون زيات وي ، نظام به د هېواد په دننه کې د خپلو اهدافو د پيژندلو او د هېواد د ستراتيژيک پراختيا په لاره کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو توان ولري .

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشریزې ټاکنې په ایران کې د پارلماني او اسلامي شوراګانو د ټاکنو په پرتله زیاتې مهمې دي.

ځکه چې د هېواد اجراییه ادارې د مدیریت او لوی مسؤلیت، په ځانګړې توګه د اقتصاد او بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې لوی مسؤلیت پر غاړه اخلي.