د ایران د بیولوژۍ د المپیاډ ډله د نړۍ اتله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150356-د_ایران_د_بیولوژۍ_د_المپیاډ_ډله_د_نړۍ_اتله_شوه
 د ایران د محصلینو ډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۴ کال د بیولوژۍ په ۳۵م نړیوال المپیاد کې دوه د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه ګټلي.
(last modified 2024-07-14T21:59:21+00:00 )
Jul 15, 2024 02:27 Asia/Kabul
  • د ایران د بیولوژۍ د المپیاډ ډله د نړۍ اتله شوه

 د ایران د محصلینو ډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۴ کال د بیولوژۍ په ۳۵م نړیوال المپیاد کې دوه د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه ګټلي.

د صدا اوسیما خبری آژانس د راپور له مخې؛ د قزاقستان د آستانه ښار په کوربتوب د بیولوژۍ په ۳۵ نړیوال المپیاد کې، «ارش صمدي» او «پوریا نوري نیارکي» د سرو زرو مډالونه او «سپهر چاچي» او «محمدرضا یزدخواستی» د سپینو زرو مډالونه وګټل.

تېر کال د ایران د بیولوژي المپیاډ ډلې د سرو زرو د دوو او د سپینو زرو د دوو مډالونو په ګټلو سره په نړۍ کې دریم ځای خپل کړی وو.