د چین او ایران ترمنځ د اورګاډې تګ پیل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150358-د_چین_او_ایران_ترمنځ_د_اورګاډې_تګ_پیل_شوی
په چین کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وایي، چې ټرانزیتي موقف د پیاوړتیا په موخه یې د چین له شي ان ښار څخه تهران ته د اورګاډې تګ پیل شو.
(last modified 2024-07-14T22:01:38+00:00 )
Jul 15, 2024 02:29 Asia/Kabul
  • د چین او ایران ترمنځ د اورګاډې تګ پیل شوی

په چین کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وایي، چې ټرانزیتي موقف د پیاوړتیا په موخه یې د چین له شي ان ښار څخه تهران ته د اورګاډې تګ پیل شو.

د ایرنا د خبر له مخې؛ په چین کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر«محسن بختیار» وویل، لویدیځې اسیا او اروپا ته د چینایی مالونو د لېږدولو په برخه کې د ایران د ترانزیتي موقعیت د پیاوړتیا لپاره د سفارت د هڅو په دوام، د شي ان څخه د  اورګاډي حرکت د تهران په لور پیل شو.

په چین کې د ایران سفیر زیاته کړه چې د «شي ان» ریل ګاډی به د قزاقستان او ترکمنستان له خاورې څخه د تیریدو وروسته په لسو ورځو کې د ایران په شمال کې د ګلستان ولایت د اینچه برون له سرحدي ترمینل څخه د ایران خاورې ته داخل شي.