په نړۍ کې د زبرځواکونو د خپلسریو وخت ختم شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i151064-په_نړۍ_کې_د_زبرځواکونو_د_خپلسریو_وخت_ختم_شوی
پارس‌تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روسیې د ملي امنیت د شورا له منشي سره په کتنه کې د دې په بیانولو چي په نړۍ کې د زبرځواکونو منجلمه امریکا د خپلسریو موده ختمه شوې ده، وویل: د څو اړخیزې نړۍ د رامینځ ته کېدو لپاره د ایران او روسیې ګډ دریځونه او ملګرتیا به د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګېدو لامل شي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 06, 2024 13:03 Asia/Kabul
  • په نړۍ کې د زبرځواکونو د خپلسریو وخت ختم شوی

پارس‌تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روسیې د ملي امنیت د شورا له منشي سره په کتنه کې د دې په بیانولو چي په نړۍ کې د زبرځواکونو منجلمه امریکا د خپلسریو موده ختمه شوې ده، وویل: د څو اړخیزې نړۍ د رامینځ ته کېدو لپاره د ایران او روسیې ګډ دریځونه او ملګرتیا به د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګېدو لامل شي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا منشي سرګئي شویګو چي له ایراني چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته سفر کړی دی، د پارس ټودی له راپور سره، سم، د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل، د ایران ولسمشر په غزې او په سیمه کې د صهیونیست رژیم جنایاتو او جنګ غواړو اقداماتو او له دغه ناوړه کړچار څخه د امریکا او نورو غربي هیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره، وویل چي دوی په داسي حال کې د صهیونیست رژیم له جنایاتو ملاتړ کوي چي د بشري حقوقو ادعا کوي.

پزشکیان د دې په بیانولو چي د غزې د مظلومو او بې دفاع خلګو په وړاندې د صهیونیست رژیم جنایات او همدارنګه په تهران کې د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور، د ټولو نړیوالو قوانینو د لاندې کولو وتلې بېلګه ده، زیاته کړه: ایران په سیمه کې د جنګ د لمنې د پراختیا او د کړکېچ د جوړولو پسې نه دی لیکن صهیونیست رژیم به هرو مرو د خپلو سپین سترګي توبونو او جنایاتو ځواب تر لاسه کړي.

 د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همدارنګه له روسیې سره د اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست له لومړیتوبونو وبلله او د دواړو هیوادونو تر مینځ د تر سره شویو هوکړو د عملي کېدو په ضرورت ټینګار وکړ.

پزشکیان له فلسطین څخه د ملاتړ او همداشان د صهیونیست رژیم د جنایاتو د غندنې په لړ کې د روسیې له دریځ څخه په ستاینې سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا په تېره بیا په سیاسي او اقتصادي برخو کې، ټینګار وکړ.

سرګئي شویګو هم په دغه کتنه کې، د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د روسیې استراتیژیک او مهم ملګری وبلل او د څواړخیزې نړۍ د جوړولو او د امنیت د ټینګولو په برخه کې د دواړو هیوادونو له ګډو هلوځلو څخه د خوښی په څرګندولو سره، جوته کړه: د ایران او روسیې تر مینځ اړیکې په ټولو ډګرونو کې د ودې په لورې روانې دي او د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په اړه ښه اټکلونه موجود دي.

د روسیې د ملي امنیت د شورا منشي همدارنګه له ایران سره د ګډو پروژو منجمله د شمال جنوب کرېدور د بشپړه کېدو لپاره د روسیې په لېولتیا باندې په تینګار سره، وویل: روسیه په نړیوالو ارګانونو منجمله ملګرې ملتونه، بریکس او شانګهای کې د ایران د همکاریو زیات قدرونه کوي.