د کاناس نړیوال فیسټیول ایرانی رسام ته بلنه ورکړې
پارستودی- ایرانی هنرمند او رسام «حجت امانی» د شرقي اروپا د رسامیو په نړیوال فیسټیول کې د ځانګړې میلمه په توګه بلل شوی دی.
د کاناس نړیوال فیسټیول د نړۍ له ۳۰ هیوادونو منجمله، جرمني، مصر، روسیې، هند او جنوبي کوریا څخه د هنرمندانو په ګډون سره، په لیټونیا کې د ورکشاپ په بڼه کې تر سره کیږي. د پارس تودی له راپور سره سم، ایرانی رسام حجت امانی د خپلو رسامیو یوه ټولګه چي له موادو په ترکیبې توګه بڼه اخیستې ده په دغه فیسټیول کې نندارې ته وړاندې کوي.
حجت امانی له دې مخکې هم د نړۍ په معتبرو هنري فیسټیولونو کې منجمله، ویدئو آرآتن، کلمبو نوی هنر، سیدني معاصر هنر، چاپېریالیز نپال هنر، او د لندن په مجیک آف پرشیا کې ګډون کړی دی.
امانی همدارنګه تر اوسه پورې د نړۍ په مختلفو برخو کې ۷۰ ډله ایز نندارتونه جوړ کړي چي د نړۍ د مشهور نیوکه کوونکو منجلمه، ادوارد لوسی اسميت، جری سالتز، کرین فوون هوو، دومینیک تینو او ایګناس کازاکویچ د پام وړ ګرځېدلی دی.