د نړۍ ۵۰ هیوادونو ته د ایران جوړ طبي سامان الاتو صادرېده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i151324-د_نړۍ_۵۰_هیوادونو_ته_د_ایران_جوړ_طبي_سامان_الاتو_صادرېده
پارس‌تودی- یو ایرانی پوه بنسټه شرکت له ۱۷ زرو نه زیات خپل جوړ طبي سامان الات د نړۍ ۵۰ هیوادونو ته صادر کړی دی.
(last modified 2024-08-13T07:12:50+00:00 )
Aug 13, 2024 11:41 Asia/Kabul
  • د نړۍ ۵۰ هیوادونو ته د ایران جوړ طبي سامان الاتو صادرېده

پارس‌تودی- یو ایرانی پوه بنسټه شرکت له ۱۷ زرو نه زیات خپل جوړ طبي سامان الات د نړۍ ۵۰ هیوادونو ته صادر کړی دی.

یو ایرانی پوه بنسټه شرکت چي د پرمختللي طبي سامان الاتو د جوړولو په زمینه کې فعالیت کوي او طبي مانیټورونه، ونتلېټورونه، الکټروکاریوګرافونه او الکټروشکونه او ساکشن ماشینونه جوړي، ۱۷ زره طبي سامان الات د نړۍ ۵۰ هیوادونو ته صادر کړي دي. د پارس تودی له راپور سره سم، د دې شرکت عامل مدیر رضا یعقوب زاده وویل چي دغه شرکت توانېدلی دی چي د پرمختللي طبي سامان الاتو د ډیزاینولو او تولید په زمینه کې ایران له واردوونکی هیواد نه په یوه صادروونکی هیواد باندې بدل کړي او اروپا، اسیا، افریقا او جنوبي امریکا ته خپلې توکې صادر کړي.

یعقوب زاده زیاته کړه: دغه ایرانی پوه بنسټه شرکت د بندیزونو د پایلو د شنډولو لپاره ۱۵ کاله مخکې په مالیزیا کې د طبي تجیهزاتو د جوړولو یوه تولید کرښه جوړه کړه، چي د تولید دغه کرښه وروسته بیا د بلاروس تر لیسانس لاندې فعالیت ته دوام ورکړ او په دې وروستیو کې هم د تولید یوه بله کرښه یې هم په سوېډن کې جوړه کړه او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په ترکیې، عراق او انډونیزیا کې هم د تولید کرښې یې جوړې کړي.

د دغه ایرانی پوه بنسټ شرکت په وېنا، په طبي سامالان الاتو کې ټوله  کارول شوې پرزې، لکه کانکټورونه، پېچونه، هارډویر او سافټویر، الکټرونیک بوردز، ډیجیټال او د الګوریټمونو پروسس کوونکي سګنالونه، چلوونکی سیسټم، مکانیکل پرزې او حتی پلاسټیکي کورونه ټوله د شرکت په دننه کې ډیزاین او تولید کیږي.