پزشکیان: د سولې د ساتلو لاره خواخوږي او همغږي ده
د ایران ولسمشر مسعود بزشکیان وایي، چې مونږ باید د عمومي سیاستونو، د پروګرامونو د قانون او د هېواد د لیدلورې په اړه په یوې ژبې او لید ورسیږو، دغه راز یې د سولې د ژغورلو لپاره یواځینۍ لاره خواخوږي او یوالی بللی.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ مسعود پزشکیان تیره ورځ د اسلامي شورا په عمومی غونډه کې د حکومت د وړاندیز شویو وزیرانو په دفاع کې وویل: هغه څه چې مونږ ورته د تاریخ په دې دوره کې تر ټولو زیات ضرورت لرو، هغه داخلی وحدت او یووالی دی.
هغه زیاته کړه: یو لړ علاقې، نظرونه، ډلې او لاس وهنې شتون لري، خو موږ په یو ګډ اصل کې یو چې هغه لید، د نظام عمومي تګلارې او د پروګرام قانون دی او موږ د هغې پلي کولو ته ژمن یو.
پزشکیان وویل: که موږ اتحاد او اتفاق ولرو، متخصصین او پوهانو څخه ګټه واخلو، هیڅ د داسې ستونزې حل نشته چې موږ یې پیدا نکړو، هغه ډول چې موږ په په جبهو کې وکړل.
د ایران ولسمشر وویل: له ټولو هغو عزیزانو سره چې ما د وزارتونو لپاره نوماند کړي وو، د قانون، عمومي تګلارو او لیدلورې په بشپړه توګه د اجرا لپاره به قسم وکړي.
هغه په دې خبرې سره چې همغږي زما لپاره د غوره انتخاب څخه ډیره مهمه ده، ټینګار یې وکړ چې زه په ټول توان سره د یووالي لپاره راغلی یم.