د امام خمیني له نظریاتو سره د ولسمشر اوحکومتي کابینې بیعت
پارس ټوډی - د ایران ولسمشر او د حکومتي پلاوي غړو په تهران کې د اسلامي انقلاب د بنسټ ایښودونکي حرم ته په ورتګ سره، د امام خمیني (رح) له ایډیالوژۍ سره خپل تړون تازه کړ.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد له حکومتي پلاوي سره یو ځای د دولتي اونۍ له پیل سره سم، د اسلامي انقلاب د معظم لارښود امام خمیني رح حرم ته ولاړل.
ښاغلي پزشکیان په دغه مراسمو کې وویل: د ایران د حکومت غړي په هغه تړون باندې ولاړ دي چې له خلکو سره یې کړي دي.
هغه په غزه او د لویدیځې اسیا په سیمه کې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: که چیرې مسلمانان د خدای رسۍ باندې منګولې لګولې وې، نو صهیونیسټ رژیم به په سیمه کې د دغو تیروتنو د ترسره کولو جرات نه کاوه.
د یادولو وړ ده، چې په ایران کې د وږې د میاشتې لومړۍ اونۍ د پخواني جمهور رئیس شهید محمد علي رجايي او د پخواني لومړي وزیر حجت الاسلام والمسلمین محمد جواد با هنر د شهادت په مناسبت دولتي اونۍ نومول شوې ده.