د ایران په بیلابیلو ښارونو کښې د حسیني اربعین لاریونونه ترسره کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی په عراق کښې د حضرت امام حسین علیه السلام له حسیني اربعین څخه د پاتې کسانو ستر لاریونونه نن سهار په تهران او د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې ترسره کیږي.
د هر کال د رسم پراساس د حسیني اربعین په ورځ نن سهار له حسیني اربعین څخه پاتې کسان د تهران د امام حسین علیه السلام د میدان په لور ځي او له هغه ځایه بیا په «رې» ښار کښې د حضرت عبدالعظیم حسني علیه السلام زیارت ته ورځي.
د ایران د حسیني اربعین عزاداران به دیارلس کلومیټره واټن د عراق له نجف څخه تر کربلا پورې د حسیني اربعین د لاریون په توګه پیاده ترسره کړي.
د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا په عراق کښې له حسیني اربعین څخه پاتې کسانو ته بلنه ورکړه چې په دغو سترو لاریونونو کښې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم ستر جنایتونه وغندي او د فلسطین د مظلومو خلکو د ملاتړ او د اسرائیلو د ماشوم وژونکي رژیم د نابودۍ په نیت په ټول ایران کښې د اربعین په لاریونونو کښې په ګډون کولوسره د حسیني اربعین د سیاسي کیدا د اوج شعار ورکړي.
د ۱۴۰۳ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه یعنی د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د اګست د میاشتې پینځویشتمه نیټه د عراق په کربلا دښته کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت څلویښتۍ یعني اربعین دی او زیارتوال په دغه ورځ د حسیني اربعین په دستورو کښې د ګډوین لپاره د عراق په جنوب کښې کربلا سپیڅلي ښار ته ورځي او هلته د ماتم او ویر مراسم ترسره کوي.
له ټولې دنیا څخه مسلمانان په دې ورځ کربلا ته ورځي او د شهیدانو د سلار او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د ګران لمسي د شهادت په مناسبت مراسم ترسره کوي او ماتم او سینه زنې کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت هم کابو پینځه دیرش لکه زیارتوال کربلا ته رسیدلي دي.