د اسيايي کراټې په سياليو کې د ايراني هلکانو او نجونو اتلولي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i151762-د_اسيايي_کراټې_په_سياليو_کې_د_ايراني_هلکانو_او_نجونو_اتلولي
پارس ټوډی - د ایران د امید د هلکانو او نجونو لوبډلو د  ۱۱ بېلا بېلو مډالونو په ګټلو سره د اسیا د کراټې د سیالیو اتله شوه.
(last modified 2024-08-26T07:34:13+00:00 )
Aug 26, 2024 12:03 Asia/Kabul
  • د اسيايي کراټې په سياليو کې د ايراني هلکانو او نجونو اتلولي

پارس ټوډی - د ایران د امید د هلکانو او نجونو لوبډلو د  ۱۱ بېلا بېلو مډالونو په ګټلو سره د اسیا د کراټې د سیالیو اتله شوه.

د اسيايي کراټې سيالۍ د فيليپين په مانيل ښار کې د ٣٠ هېوادونو د ٥٥٩ کراټې لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د امید د هلکانو او نجونو لوبډلو په دغو سیالیو کې د ۶ سرو زرو، ۱ د سپینو زرو او ۴ د برونزو مډالونو په ګټلو سره د اسیا د لوبډلو په سر کې ځای خپل کړ.

د قزاقستان لوبډلې د سرو زرو دوه او 1 سپینو زرو او جاپان  1 سرو زرو او 2 برونزو مډالونو په تر لاسه کولو سره په ترتیب دویم او درېیم ځآی خپل کړ.

د ایران د کراټې لوبډلې د تنکیو ځوانانو په ډله کې ۴ سرو زرو، ۳ د سپینو زرو او ۵ د برونزو مډالونو په تر لاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.