ایران: د اتباعو د بچیانو تعلیم مونږ ته ډېر مهم دی
Aug 27, 2024 11:22 Asia/Kabul
د ایران د ښوونې او روزنې وزیر خبریالانو ته ویلي د اتباعو زده کوونکو تعلیم مونږ ته ډېر مهم دی او په دې لاره کې به ستونزې هوارې کړی شي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې علی رضا کاظمي خبریالانو ته وویل: د اتباع زده کوونکو تعلیم مونږ ته ډېر مهم دی. دا امنیتي ، تربیتي او تعلیمي مسایلو سره اړوندیږي باید دغه ټولو مسایلو ته پام وکړو.
هغه زیاته کړه: په دې پسې یوو چې د ځینو کسانو چې په غیر قانوني او غیر مجاز توګه زمونږ میلمانه دي ستونزې او اندیښنې په مناسب ډول هوارې کړو. دم ګړۍ د سریزو په برابرولو لګیا یوو او د اندیښنې خبره نیشته.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدلو وروسته ځینې افغان کډوال ایران ته راغلل او د دغه کډوالو بچیان په ایرانیو ښوونځيو کې په تعلیم بوخت دي.
ټیګونه