د ایران کرمان، د D8 ډلې د سیاحت پلازمینې ته نوماند
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i151948-د_ایران_کرمان_د_d8_ډلې_د_سیاحت_پلازمینې_ته_نوماند
پارس ټودی - د ایران د کرمان ولایت د کلتوري میراثونو، ګرځندوی او لاسي صنایعو د ادارې مشر وایي: کرمان د ایران د استازي په توګه د D8 ډلې د سیاحت پلازمینې ټاکنو لپاره نوماند شوی.
(last modified 2024-08-31T05:15:19+00:00 )
Aug 31, 2024 09:43 Asia/Kabul
  • د ایران کرمان، د D8 ډلې د سیاحت پلازمینې ته نوماند

پارس ټودی - د ایران د کرمان ولایت د کلتوري میراثونو، ګرځندوی او لاسي صنایعو د ادارې مشر وایي: کرمان د ایران د استازي په توګه د D8 ډلې د سیاحت پلازمینې ټاکنو لپاره نوماند شوی.

د اتو پرمختللو اسلامي هېوادونو ډله D8  یوه اقتصادي ډله ده چې د اتو پرمختللو اسلامي هېوادونو څخه جوړه شوې ده، چې په کې ایران، ترکیه، پاکستان، بنګله دیش، اندونیزیا، مالیزیا، مصر او نایجریا هېوادونه شامل دي.

د ایران د کرمان ولایت د کلتوری میراثونو، ګرځندوی او لاسی صنایعو د ادارې مشر سعید شاهرخی وویل: کرمان د سیاحت لپاره مناسبې زیربناوې، د کلتوری میراثونو ساتنه، نوښت او ټیکنالوژی، د سیلانیانو د امنیت او ګڼ نورو برخو کې لازم سهولتونه او اسانتیاوې لري.

هغه زیاته کړه، له همدې امله دغه ښار د ګرځندوی او کلتوری تعاملاتو ته د ودې ورکولو او بازار موندنې په موخه د D8 سیاحتي پلازمینې د ټاکنو لپاره د ایران په استازولۍ ور پېژندل شوی دی.

شاهرخي زیاته کړه: د ایران کرمان د دغه لقب د ګټلو لپاره د ترکیې له انتالیا او د پاکستان له لاهور ښار سره سیالي کوي.