د اسرائیلي رسنیو اعتراف: حماس خپل قدرت بیرته ترلاسه کړی دی
پارس ټو ډی – صهیونیسټي رسنیو اعلان وکړ: د غزې په تړانګه کښې له ټولو حملو سره سره، حماس په شمال کښې خپل پوځي توان بیا احیاکړی دی.
پارس ټو ډی – صهیونیسټي رسنیو اعلان وکړ: د غزې په تړانګه کښې له ټولو حملو سره سره، حماس په شمال کښې خپل پوځي توان بیا احیاکړی دی.
د پارس ټوډې د خبر له مخې د صهیونیسټ رژیم دیارلسم چینل د یوې امنیتی سرچینې په حواله لیکلی: د غزې په تړانګه کښې له ټولو حملو سره سره حماس غورځنګ د غزې تړانګې په شمال کښې د خپل پوځی توان په بیا احیا کولو سره درې زره نوی پوځیان جذب کړی دی.
د اسراییلو ورځپاڼې «معاریو هم په یوه راپور کې د مقاومت د له منځه وړلو لپاره د اسرائیلي رژیم د پلانونو د ناکامۍ په اعتراف سره لیکلي: د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د فلسطین له اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) سره په جګړه کښې له سختې ماتې سره مخامخ شوی دی.
د غزې په تړانګه کې له څه د پاسه ۱۱ میاشتو جګړې وروسته د دغې تړانګې په مختلفو سیمو کښې د نیواکګر رژیم د عسکرو او د مقاومت د مبارزانو ترمینځ سختې نښتې روانې دي.
صهیونیسټی رسنۍ په دې لړ کښې د غزې په تړانګې کښې د جنګ پرمختګ او د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو تلفاتو ته په اشارې سره اعتراف کړی دی چې په تیرو یولسو میاشتو کښې د دغه جنګ د ګټلو او له منځه وړلو په هکله د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ژمنې ناکامې شوې دی.
کلیدي ټکي: صهیونیسټ رژیم، صهیونیسټي رسنۍ، د صهیونیسټي زندانیانو بیرته ستنیدل، د اسرائیلي رژیم پلانونه