په شیراز کې د لویدیځې اسیا تر ټولو لوی سمارټ روغتون جوړیدل
پارس ټوډی ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت په هوکړې او د اقتصادي شورا په منظورۍ سره به د ایران د فارس ولایت په مرکز شیراز کې د محمد رسول الله (ص) په نوم د لویدیځې اسیا تر ټولو ستر سمارټ روغتون جوړ شي.
د فارس والي "محمد هادي ایمانیه" د شنبې په ورځ تهران ته د خپل سفر په څنډه کې اعلان وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت له لومړي مرستیال سره یې د څوارلس سوه بستریز روغتون د ودانۍ د تمویل د منظورۍ په اړه خبرې اتري کړي.
نوموړي زیاته کړه: په اقتصادی شورا کې د دې موضوع په تصویب سره به په شیراز ښار کې د لویدیځې اسیا تر ټولو ستر سمارټ روغتون جوړ شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې د ایران اسلامي جمهوریت په وروستیو کلونو کې د ایرانیانو د روغتیا او طبی سیاحت د ودې په موخه د حضرت مهدي (ع) د روغتون په شمول څو سمارټ روغتونونه جوړ کړي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري میراثونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی وزارت د راپور له مخې، شل فیصده سیلانیان چې ایران ته راځي، دوی یواځې د ناروغیو د درملنې او ښې روغتیا تر لاسه کولو په موخه دغه هېواد ته سفر کوي.
تمه کیږي چې د هیواد د لوړ پوړو چارواکو د هڅو په پایله کې، د ایران د روغتیا سیاحت سکتور به په راتلونکو کلونو کې د پام وړ ودې شاهد وي.
په اوس وخت کې د عراق، افغانستان، پاکستان، ارمنستان، تاجکستان او د فارس خلیج د جنوبي پولو د هېوادونو په ګډون د عمان او بحرین اتباع د روغتیا سیاحت لپاره ترټولو زیات ایران ته مراجعه کوي.
په وروستیو کلونو کې د روغتیا او درملنې په ډګر کې د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګ د دې لامل شوی چې ایران په سیمه کې د یو طبي مرکز په توګه مطرح شي.
ایران د هډوکو د میرو د انتقال، د نسجۍ د درملنې، د ارتوپیډیک او د اعضاوو د انتقال په برخه کې د نړۍ په کچه څلورم مقام لري.
دغه راز ایران د ځینو ناروغیو لپاره د اړتیا وړ درملو په تولید کې په نړۍ کې اووم ځای لري او د کوکلیر امپلانټیشن په برخه کې د نړۍ په پنځو مخکښو هیوادونو کې شامل دی.