په ایران کې د افغان کډوالو اوسنی شمېر د زغملو نه دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي او هلته د مېشت کېدو هڅې وکړي.
سکندر مومني په یوه تلویزیوني پروګرام کې د «بهرنیو اتباعو د سازمان» د پروژې په اړه وویل «ایران دومره زیات افغان کډوال نشي منلی.»
مومني زیاته کړه هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې په غیر قانوني او له اجازې پرته ایران ته داخل شوي دي.
د نوموړي په وینا دا په ټوله نړۍ کې یو ډول کړنه ده او کډوال باید د کوربه هېواد میکانیزم ته درناوی وکړي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل، موږ د افغانانو په اړه بل هیڅ فکر نلرو، خو خو د کډوالو دغه اندازه د زغملو وړ نه ده او موږ پلان لرو چې د افغان کډوالو موضوع ژر تر ژره تنظیم کړو.
مومني زياته کړه، موږ د افغانستان خلکو ته درناوى کوو، خو د هېواد شرايط يې د منلو اجازه نه ورکوي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې ډېر ژر به په ایران کې د افغانانو د تنظیم هراړخیز پلان د یوه مناسب پروګرام د سیمه ییزو او ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره ترتیب او عملي کړي.
د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته د هېواد سلګونه زره وګړي ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوال شول.