د نړۍ په فضایي صنعت کې د ایران سویم مقام دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i152572-د_نړۍ_په_فضایي_صنعت_کې_د_ایران_سویم_مقام_دی
د ایران د هوايي ځواک د همغږۍ مرستیال په بوشهر ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د پریډ په ترڅ کې د نړۍ په فضايي صنعت کې د ایران د مقام په اړه خبرې وکړې..
(last modified 2024-09-22T08:09:41+00:00 )
Sep 22, 2024 12:38 Asia/Kabul
  • د نړۍ په فضایي صنعت کې د ایران سویم مقام دی؟

د ایران د هوايي ځواک د همغږۍ مرستیال په بوشهر ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د پریډ په ترڅ کې د نړۍ په فضايي صنعت کې د ایران د مقام په اړه خبرې وکړې..

د ایران د اسلامی جمهوریت د هوایی ځواک د همغږۍ مرستیال«علی اکبر طالب زاده» څرګنده کړه: د ایران وسله وال ځواکونه به اجازه ورنکړی چې دښمنان خپلو موخو ته ورسیږی. د پارس ټوډی د خبر له مخې، هغه زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت، د علم او جهادی کار په څنډه کې په هلو ځلو او حرکت کولو سره، د سیمه ایز امنیت د ټینګولو لپاره پر ځان بسیاینې او د تولید لارې ته دوام ورکړی دی، چې د خورا پیچلو وسلو او اړونده سیسټمونو د ترمیم ترڅنګ یې ، ،د جنګي الوتکو او هر ډول ډرونونو په تولید کې انحصار مات کړی او د ټیکنالوژۍ د خاوندو هیوادونو په کتار کښې راغلی دی.

پیلوټ طالب زاده همداشان د ایران د دفاعی لاسته راوړنو افشا کیدو ته اشاره وکړه او تاکید یې وکړ: اسلامی ایران د نړۍ په فضای صنعت کښې له لسو مخکښو هیوادونو څخه دی.

د یادولو وړ ده چې په ورته وخت کې په تهران کې د سپېڅلي دفاع د اوونۍ د پیل په مناسبت د ایران د وسله والو ځواکونو پریډ ترسره شو چې د "شاهد ۱۳۶ بي" په نوم د ایران لخوا جوړه شوې نوې ځانمرګې بې پیلوټه الوتکه او د «جهاد» په نوم د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د  تر ټولو وروستي او نوي بالستیک توغندي مخ کتنه په کښې ووشوه.