د حزب الله او مقاومت بیرغ به په ځمکه پاتې نه شي
د ایران د قضائیه قوې مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د حزب ا... او مقاومت بیرغ به پر ځمکه پروت پاتې نه شي، وویل: غاصب صهیونیسټي رژیم او جنایتکاره امریکا دې خبر شي چې ایران له د مقاومت له بهیره، له مخکښې نه زیات ملاتړ وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې حجتالاسلام «غلامحسین محسنياژهاي» نن په تهران کښې د حزب الله دفتر ته په ورتګ سره، د سید حسن نصر الله او د مقاومت د جبهې د جنګیالیو د شهادت د تسلیت ویلو په ترڅ کښې زیاته کړه: غاصب صهیونیسټي رژيم له سرې کرښې په تیریدو سره د جنایتکارو اقداماتو یو نوي پړاؤ ته ننوتی دی.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې مجاهدان به د خدای په لاره کښې خامخا د اسرائیلو د رژيم د جنایتونو په وړاندې له مخکښې نه ډیر مقاومت وکړي، وویل: صهیونیسټي دښمن دې ډاډه ووسي چې ورحخه به سخت انتقام واخیستې شي.
د ایران د قضائیه قوې مشر د ستر مجاهد او د مقاومت د علمدار شهید سید حسن نصر الله د شخصیت او مبارزاتي ځانګړتیاؤ په بیانولو سره وویل: اسلامي ایران به لاهم په پوره قوت او قدرت سره د مقاومت د چورلیز په تیره بیا د لبنان د حزب الله غورځنګ ملاتړ جاري وساتي.
همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم په تهران کښې د حزب الله د دفتر له مسئولیت «عبدالله صفیالدین» سره په کتنه کښې، د سید حسن نصر الله د شهادت په مناسبت د غمرازۍ په څرګندولو سره وویل: د لبنان د حزب الله ذ عمومي منشي شهید سید حسن نصرالله د ټرور ترخه پیښه، حقیقت د صهیونیسټانو په ګټه نه بدلوي بلکې مقاومت، لاپياوړی کوي.
په تهرن کښې د لبنان د حزب الله استازي «عبدالله صفیالدین» هم د غمرازۍ لپاره د ایران د قضائیه قوې د مشر او خارجه وزیر د ورتګ په قدرونې سره، د لبنان له ولس او مقاومت سره د خواخوږۍ او ملګرتیا په وجه د اسلامي ایران د خلکو او چارواکو مننه او ستاینه وکړه.