د اسرائیلو پرضد له عملیاتو په قدرونه کښې امام خامنه اي ته د ایران د اهل سنتو علماو د مهم لیک ټکي
(last modified Thu, 10 Oct 2024 06:38:47 GMT )
Oct 10, 2024 11:08 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو پرضد له عملیاتو په قدرونه کښې امام خامنه اي ته د ایران د اهل سنتو علماو د مهم لیک ټکي

پارس ټوډې ـ د ایران اهل سنتو په یوه وحدت بخښونکي اقدام کښې د اسلامي انقلاب ستر لارښو حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته په یوه لیک کښې د « وعده صادق ۲» د زړورو او د غرور رامینځته کونکو عملیاتو د اجرا قدرونه وکړه.

د ایران دوه زره اهل سنتو علماو د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته په دغه لیک کښې د وعده صادق ۲ له پوځي عملیاتو خپل ملاتړ او قدرونه اعلان کړه.

د دغه لیک په یوې برخې کښې ویل شوي دي : تاسو په حکیمانه او مقتدرانه مشرۍ او څه موده له عزت څخه ډک صبر وروسته ، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د زړور سپاهیانو په قدرتمنو لاسونو سره د نیواکي ټاټوبو زره د تلې د میاشتې په لسمه نیټه له الهي سپاهیانو او د اسلامي امت له غصې څخه له راپورته شوي اور سره مخامخ  کړ او د فلسطین د شهیدانو  د کورنیو او د بې پناه خلکو او د دنیا د ټولو پتیالیو غمجن زړونه دې خوشحال کړل او د قدس شریف نه ستړي کیدونکو مبارزانو ته یې د نړیوال د استکبار د ناجایز اولاد اسرائیلو د ناشریف عمر تر ختمیدا پورې له صهیونیسټ منحوس رژیم سره د مقابلې لپاره دوباره ژوند او نه ستړي کیدونکي اراده وبخښله.

پارس ټودې سایټ زیاتوي د سیاسي مسائیلو کارپيژاند محمد «کاظم انبار لويي» د دغه لیک مهمو اړخونو ته اشاره کړي ده چې دلته یې مهم ټکي درته بیانوو.

د پیغام د اهمیت لومړی دلیل د وحدت د رامینځته کونکو او د امت د اتحاد له نظره دی داسې اقدام چې د لویدیځو هیوادونو او د اسرائیلو د ائتلاف د غوښتنې مقابل ټکی دی.

دغه اقدام ښودنه کوي چې د ایران اهل سنت د شیعه وروڼو په څنګ کښې د ظلم او د ستم د ماڼۍ په وړاندې راپاڅیدلي دي او حاضر نه دي چې د نیواکګرو اسرائیلو د جنایتونو په هکله چوپتیا غوره کړي.

په ولسي حوزه کښې هم دغه اتحاد د قدس او د فلسطین د ایډیل په چورلیزتوب سره نن سبا په ښه ډول د لیدو وړ دی.

هغه وخت چې د مصر او د مراکش ښاریز د تیرې جمعې د لمانځه په خطبو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود څرګندونو ته په غبرګون کښې اینټرنیټ فضا له خبرونو ډکوي او یا د اردن او د عراق خلک د ایران په توغندیلو سره د صهیونیسټ دښمن لپاره د میړنتوب خبرې کوي او دا په اسلامي امت کښې له میداني وحدت پرته بل څه نه دي.

څرنګه چې د پاکستان ، هندوستان او د ترکیې وغیره  خلکو سترې ولسي غونډې وکړې.

د دغه لیک د اهمیت دوهم دلیل د روایتونو د جنګ په میدان کښې د هغه انعکاس دی.

دښمن د خپلو رسنیو په مټ سره په ځلونو هڅه کړي ده د فلسطین اوسني بدلونونه د ایران په مشرۍ د مقاومت د چورلیز بلا غوښتنه او د تاوتریخوالي رامینځته کول وګڼي او په دې ډول د اختلاف په رامینځته کولو سره اهل سنت له دغه موضوع لیرې وساتي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته د  هیواد د اهل سنتو لیک  یوبل  مهم ټکی درلود او هغه د وحدت او د جهاد تبین په لاره کښې په حرکت کولو ټینګار دی.

دا یعني د لویدیځو هیوادونو له هڅو سره سره د خدای پاک په مهربانۍ سره د وحدت لاره په سمه لاره کښې حرکت کوي او تر ټولو ښکاره بیلګه یې د ګران فلسطین د ازادولو په لاره کښې د سترو حماسو په رامینځته کولو کښې د یمن له انصار الله او د لبنان له حزب الله سره د فلسطین د حماس او د «جهاد اسلامي» سني مبارزو ډلو څنګ په څنګ دریدل دي.

په نهایت کښې اوس د فلسطین په غزې تړانګه باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو څه د پاسه یو کال تیر شوی او له کبله یې تراوسه څه د پاسه دوه څلویښت زره بې ګناه خلک شهیدان او اوه نوي زره نور ژوبل شوي هم دي.

په دې مینځ ومان کښې له بده مرغه اوس هم ځینې عرب او اسلامي علما شته چې چوپتیا یې غوره کړي ده او یوازې تماشه کوي.

د ایران اسلامي جمهوریت د حضرت امام خامنه اي په مشرۍ د فلسطیني مبارزانو له  اتلواله حرکت څخه په پریکنده ملاتړ سره چې درنه بیه یې ورکړي ده او ورکوي یې وتوانید توجه بیا د فلسطین په لور جلب کړي او د اسلامي دنیا لومړۍ مسله په زړونو کښې ژوندۍ کړي.

په دې لاره کښې حضرت ایت الله خامنه اي د یوه ستر بیرغوال په توګه څرګند شوی  تر دې چې په تیرو څو میاشتو کښې ډیرو اهل سنتو علماو هم د هغه حضرت په سټراټيژیک رول اعتراف کړی او د سیمې په اوسنیو شخړو کښې یې د امام خامنه اي سټراټيژیک رول تائید کړی دی.

 

ټیګونه