په تهران کې د جاپان سفیر: د ایران جذابیت زه حیران کړم
پارس ټو ډی – په تهران کښې د جاپان سفیر په ایران کښې د شتون د تجربې په اړه د حیرانتیا په څرګندولو سره په اقتصادی او سیاحتی ډګرونو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
په تهران کښې د جاپان سفیر تسوکادا تاماکي په ایران کښې د دغه هیواد د سفارت له خوا په جوړه شوې کلتوري غونډه کښې په وینا کښې وویل: د کلتوري غونډو له ترسره کولو د ده هیله دا ده چې د ایران خلک له جاپان سره زیات بلد او اقتصادي ارتباطات له مخکی زیا ت کړي. او د دواړو هیوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې او ګډ ارزښتونه له پخوا زیات کړ ي
د پارس ټوډې د خبر له مخې په تهران کښې د جاپان سفیر زیاته کړه: تهران ته له سفر مخکې مې بل نظر درلود خو له ایران سره مخامخ کېدل زما لپاره یو ستر حیرانتیا وه.
"سوکادا تماکي" زیاته کړه: هغه علاقه لري چې ایران ته زیات سیلانیان سفر وکړي ځکه چې ایران ډیر ارزښتناک تاریخي اثار لري او یو له هغو هیوادونو دی چې په یونیسکو کې یی ترټولو زیات کلتوري میراثونه ثبت شوي دي.
کلیدي ټکي : ایران او جاپان، په تهران کې د جاپان سفیر، جاپاني سیلانیان، د ایران تاریخي اثار