د ایران او چین د هنرونو اکاډمیو ترمنځ د همکاریو هوکړه وشوه
تهران راډیو ـ د ايران د اسلامي جمهوريت د هنرونو د اکاډمۍ او د چين د هنرونو د ملي اکاډمۍ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
تهران راډیو د ایرنا له قوله خبر تر لاسه کړ، چې دغه هوکړه لیک د ایران د اسلامي جمهوریت د هنرونو د اکاډمۍ مشر مجید شاه حسیني او د چین د هنرونو د ملي اکاډمۍ مشر جوچینګ فو ترمنځ لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیکونه، چې د هنر د ساتنې او پراختیا او د دواړو هېوادونو د هنر مندانو ترمنځ د هنرونو د تبادلې د ودې په برخه کې یو مهم سند بلل کیږي، په کې د هنري همکاریو بېلابېل مسایل، لکه د هنر پالیسي او ماډلینګ، د هنر انتقاد او ښوونه او روزنه او د هنر پوهانو د کارونو پيژندل شامل دي.
دغه راز په دې هوکړه کې د دواړو هېوادونو د ژباړې لپاره د هنر پوهانو د اثارو معرفي کول، د ایراني، اسلامي او چینايي هنرونو وده، د غوره سینماګرافیک اثارو معرفي کول، د دواړو هیوادونو د ملي موسیقۍ معرفي کول او اجرا کول او د ایران او چین د نامتو هنرمندانو لخوا د بصري هنرونو ترسره کول شامل دي.
د ايران او چين ترمنځ د سياسي او کلتوري اړيکو تاريخ څه دپاسه ٢٦٠٠ کلونو ته رسيږي.
دا اړیکې چې د ساسانیانو په دوره کې جوړې شوې وې، د اسلام له راتګ او اسلام ته د ایرانیانو له ورتګ وروسته نورې هم پراخې شوې.