د ایران او د هندوستان اړیکې دودیزې او تاریخي دي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155942-د_ایران_او_د_هندوستان_اړیکې_دودیزې_او_تاریخي_دي.
تهران راډیو ـ د ایران او د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارتونو استازیو ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دودیزې او تاریخي دي.
(last modified 2025-01-04T06:06:03+00:00 )
Jan 04, 2025 10:24 Asia/Kabul
  • د ایران او د هندوستان اړیکې دودیزې او تاریخي دي.

تهران راډیو ـ د ایران او د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارتونو استازیو ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دودیزې او تاریخي دي.

د ایران او هند د بهرنیو چارو وزارتونو استازو تیره ورځ په نوي ډیلي کې په نولسمو دوه اړخیزه سلامشورو کې د دوه اړخیزه اړیکو، د چابهار بندر د ګډې پراختیا او په کرهڼې کې د احتمالي ملګرتیاو، د اقتصادي ملګرتیا او د سوداګرۍ د پیاوړتیا د لارو چارو په اړه لیده کاته او خبرې اترې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال «مجید تخت روانچي» له دغو خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې دودیزې او تاریخي وبللې.