سید عباس عراقچي څوک دی ؟ انځورونه
(last modified Tue, 15 Apr 2025 10:29:44 GMT )
Apr 15, 2025 14:59 Asia/Kabul
  •   سید عباس عراقچي څوک دی ؟ انځورونه

سید عباس عراقچي یو ایرانی دیپلومات او سیاستوال دی چې له ۱۴۰۳ کال راهیسې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دی. هغه د ایران د اټومي مذاکراتو د ټیم غړی و او د ۱+۵ ډلې سره یې مذاکرات کړي. نوموړي د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د دغه وزارت سیاسي مرستیال هم پاتې شوی دی.

زیږیدنه

عباس عراقچي د ۱۹۶۲ کال د دسمبر په ۵ نیټه د تهران په یوه دودیزه کورنۍ کې زیږیدلی. هغه درې خویندې او درې وروڼه لري. د هغه د کورنۍ زیاتره غړي په سوداګرۍ او تجارت بوخت دي او نیکه یې د غالۍ سوداګر و. عراقچي په ۱۷ کلنۍ کې خپل پلار له لاسه ورکړ. هغه دوه مشر وروڼه لري.

زده کړې

سید عباس عراقچي خپلې اکاډمیکې زده کړې په ۱۹۸۵ کال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې پیل کړې. په ۱۹۸۹ کال کې یې له همدې پوهنځي لیسانس ترلاسه کړ او بیا یې په سیاسي علومو کې ماسټري وکړه. وروسته یې د انګلستان د کینټ پوهنتون څخه د سیاسي افکارو په برخه کې دوکتورا واخیسته. هغه په عربي او انګلیسي ژبو روانې خبرې کوي.

د سید عباس عراقچی ځوانۍ 

 

کورنۍ او اولادونه

سید عباس عراقچي واده کړی او درې اولادونه لري (دوې زامن او یوه لور). د هغه د مېرمنې نوم آرزو احمدوند دی.

 ارزو احمدوند د عراقچی میرمن 

 

په جبهه کې ګډون

عراقچي د ایران او عراق ترمنځ د جګړې پر مهال په جبهه کې برخه اخیستې وه. هغه یو وخت د دفاع مقدس د جګړې پر مهال خپل یو انځور په انسټاګرام خپور کړی و.

د عبای عراقچي زوی انځور 

 

د کتابونو لیکنه

عراقچي دوه کتابونه لیکلي دي: «د مذاکرې ځواک» او «ایران تایشي».

د عراقچي تالیف شوي کتابونه 

 

افتخارات

د هغه د افتخاراتو په منځ کې د جاپان له دولت څخه د «لمر تابان» نښان، د ایران له ولسمشر څخه د لیاقت او مدیریت دویمه درجه نښان، د ولسمشر له خوا د سپاس زرین لوح، د بهرنیو چارو وزارت د غوره څیړونکي جایزه او نورې ستاینلیکونه شامل دي.

د عراقچی یو انځور 

 

دندې او مسؤولیتونه

عراقچي خپله لومړنۍ دنده په ۱۹۹۹ کال کې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو د کارپوه په توګه پیل کړه. په ۱۹۹۴ کال کې یې د اسلامي همکاریو سازمان کې د ایران د استازولۍ مشري کوله. له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۳ پورې د فنلنډ سفیر و او بیا په ۲۰۰۳ کال کې د بهرنیو چارو وزارت د لویدیځې اروپا د ادارې مشر شو. 

عراقچی د خارجه وزارت ویاند 

 

له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ پورې د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال و. په ۲۰۰۷ کال کې د جاپان سفیر شو او څلور کاله یې هلته دنده ترسره کړه. په ۲۰۱۳ کال کې یې د بهرنیو چارو وزارت ویاندي وکړه او وروسته د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وټاکل شو.

د عراقچی یو بل انځور 

 

اټومي مذاکرات

کله چې په ۲۰۱۳ کال کې د ایران اټومي مذاکرات د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شول، عراقچي د مذاکراتو ټیم غړی شو. هغه د محمد جواد ظریف (هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر) تر څنګ د ایران دویم مهم مذاکره کوونکی و. د دغو مذاکراتو پایله په ۲۰۱۵ کال کې د برجام تړون لاسلیک کیدل و.

سید عباس عراقچی 

 

اوسني مذاکرات په عمان کې

اوس مهال، عراقچي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا سره غیرمستقیمې خبرې په عمان کې پر مخ وړي. دا خبرې د مذاکراتو د چوکاټ او مهالویش د ټاکلو لپاره دي، خو پایله یې لا روښانه نه ده. د امریکا استازی «سټیو ویټکاف» دی او مذاکرات د بې باورۍ او جګړې په سیوري کې ترسره کیږي. 

د ایران د ۶ میلیارده ډالرو بندې شوې شتمنۍ خلاصول د خبرو یوه شرط دی. امریکا غواړي ایران خپل اټومي غني کول په بشپړه توګه ودروي، خو ایران پر خپلو سوله ییزو اټومي فعالیتونو ټینګار کوي. د نظامي برید ګواښ هم د خبرو پر فضا سیوری اچولی دی.