عراقچي:
په عربستان کې د ټرامپ خبرې غلوونکې وې
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ د خبریالانونو په غونډه کې د ایران په هکله په عربستان کې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ د تېرې شپې خبرو په اړه وویل: د ټرامپ خبرې له بده مرغه یوه غولوونکې نظر وو.
د ایران خارجه وزیر «سید عباس عراقچي» وویل: هغه لاره چي ټرامپ د پرمختګ او پنځون په لړ کې چي د سیمې د هیوادونو د د لېولتیا په هکله وویل په حقیقت کې هغه لاره ده چي د ایران ولس د انقلاب په تر سره کولو سره، انتخاب کړې وه او د یوه خپلواک، ولسواک، ازاد، پرمختللی او هوسا هیواد د درلودلو لپاره کچ کړې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: دا امریکا وه چي په تېرو څلوېښتو کلونو کې د بندیزونو له لارې او په خپلو فشارونو سره، د ایران د ولس د پرمختګ مخه ونیوله.