ایران د اتریش له حکومته رسمي توضیحات وغوښتل
(last modified Fri, 30 May 2025 10:43:45 GMT )
May 30, 2025 15:13 Asia/Kabul
  • ایران د اتریش له حکومته رسمي توضیحات وغوښتل

پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د اتریش د استخباراتي ادارې له خوا د ایران د سوله‌ییزې اټمي پروګرام د ماهیت تر پوښتنې لاندې راوستلو دروغجنو ادعاوو په غندلو سره، د اتریش له حکومته وغوښتل چې د دې غیرمسوولانه، تحریکوونکي او تخریبي چلند په اړه رسمي توضیحات ورکړي.

پارس تودي د ایسنا له قوله لیکي، اسماعیل بقائي د اتریش د استخباراتي ادارې ادعا، چې د ایران د اټمي پروګرام سوله‌ییز ماهیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی، یوه دروغجنه او بې‌بنسټه ادعا وبلله چې یوازې د ایران پر ضد د رسنیز فضا جوړولو په موخه رامنځته شوې او له همدې امله هیڅ سند او اعتبار نه لري.

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د اټمي وسلو د خپریدو د مخنیوي تړون غړیتوب او د دې حقیقت ته په اشارې چې د ایران اټمي پروګرام د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې تر ټولو سختو پلټنو لاندې دی، د اتریش د استخباراتي ادارې دا اقدام د اټمي ادارې د بې‌اعتبارولو سبب وباله.

هغه زیاته کړه، ایران د اتریش او نورو اروپايي هېوادونو برعکس، چې د صهیونیسټي رژیم د پراخو وژونکو وسلو د ملاتړ په اړه منافقانه چوپ پاتې دي او د دې نسل‌وژونکي او اشغالګر رژیم له بشپړ ملاتړ سره د منځني ختیځ د وژونکو وسلو له پاکې سیمې د جوړېدو مخه نیسي، د اټمي وسلو او نورو وژونکو وسلو سخت مخالف دی او د منځني ختیځ د وژونکو وسلو له پاکولو نظريې ثابت‌قدمه بنسټګر او ملاتړی دی.

بقائي د اتریش د استخباراتي ادارې دروغجنو ادعاوو په غندلو سره، د اتریش له حکومته وغوښتل چې د دې غیرمسوولانه، تحریکوونکي او تخریبي چلند په اړه رسمي توضیحات ورکړي.