د شیخ اشراق د درنښت ورځ
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د اسد یعنې زمري د میاشتې اتمه نیټه د شیخ شهاب الدین سهروردي د درنښت ورځ ده. نو په هم دې اړه مو یوه ځانګړې لیکنه چمتو کړې چې هم دلته یې لوستې شئ
شهاب الدین یحیی ابن حبش بن امیرک ابوالفتوح سهروردي، چې د شهابالدین، شیخ اشراق، شیخ مقتول او شیخ شهید په لقبونو مشهور و، په شپږمې هجري قمري بعنې دولسمې میلادي پیړۍ کښې د ایران یو مشهور فلاسفر، حکم او عارف تیر شوی چې د اسلامي فلسفې په سنت کښې د اشراق مکبت بنسټګر هم و.
هغه زنجان ته نزدې د سهرورد په نوم یو کلي کښې وزیږید. د شرح حال لیکونکو ترمینځ د شهاب الدین سهروردي د زوکړې د کال په سر د نظر اختلاف دی. البته د شیخ شهاب الدین سهروردي د زوکړې نیټه تقریباً له ۵۴۵ هجري نه تر ۵۵۰ هجري قمري کاله پورې ګڼلی شو. خو د سید حسین نصر او هینري کربن په شمول ډیرو اوسمهاله محققانو ۵۴۹ هجري قمري کال د هغه د زوکړې کال بللی دی.
سهرودي خپل ماشومتوب دوران په سهرورد کلي کښې تیر کړ. ژوندلیک لیکونکو د سهروردي د ماشومتوب په اړه ډیر څه نه دي افشا کړي، له همدې امله د سهروردي په خپل ټاټوبي سهرورد کې د هغه د روزنې او د پوهې ترلاسه کولو په اړه کره معلومات نشته. بس دومره پوهیږو چې د هغه لومړنۍ زده کړې په سهرورد کې وې، او دا هلته وه چې هغه د خپل ماشومتوب په اوږدو کې د شیخ عبدالرحمن مکتب دار ټول علم او فضیلتونه زده کړل او له خپلو ټولو ټولګیوالو څخه مخکې شو.
سهروردي بیا د پوهې ترلاسه کولو په موخه له سهرورد نه مراغه ته لاړ او له مجدالدین جیلي څخه د حکمت په زده کولو بوخت شو او داسې ښکاري چې په همدغه زمانه کښې یې د خپلو ملګرو او شاګردانو په غوښتنه «التنقیحات فی اصول الفقه» کتاب ولیکه.
د « اللامع فی الشکل الرابع» کتاب لیکوال مجدالدین جیلي د حکمت او کلام د علم له مشرانو او په شپږمې او اوومې هجري قمري پيړۍ کښې د ستر ایراني حکیم او مفسر امام فخر رازي له استادانو څخه و. امام فخرِ رازي د مجدالدین جیلي په نزد ډیره موده د کلم او حکمت علمونه زده کړل او ویل کیږي چې شیخ شهاب الدین سهروردي په غرامه کښې د خپلې هستوګنې په موده کښې د امام فخر رازي سبقي و. ویل شوي دي، امام فخر رازي چې د فلسفې ډیر ستر مخالف و، له شهاب الدین سهروردي سره د سبق د څو کلنې ملګرتیا او د هغه له وفات کیدو وروسته، کله چې د سهروردي د تلویحات کتاب یوه نسخه راوړې شوه، هغه یې ښکل کړه او د خپل ښوونځي د پخواني ملګري په یاد کښې یې له سترګو اوښکې وبهیدې.
شیخ شهاب الدین سهروردي تقریباً په ۵۷۴ کال کښې له مراغې نه اصفهان ته لاړ. هغه د "ظهیرالدین فارسي" د درس په ټولګي کښې د عمر بن سهلان ساوي لیکلی "البصائر النصیریه" نومې کتاب زده کړه چې د منطقِ شفا یو ډیر غوره انخاب دی. په هم دغه ښار کښې سهروردي سهروردي د "شیخالرئیس ابوعلیسینا" له افکارو او نظریاتو سره اشنا شو.
شیخ اشراق په اصفهان کښې د ابن سینا په مشرقي حکمت باندې لاډیر میئن او ورته جذب شو او ویل شوي دي چې د ابن سینا د الطیر رسالې فارسي ژباړه او د بستان القلوب او قصة الغربه الغربیه رسالو لیکل یې په اصفهان کښې د پاتې کیدو په موده کښې ترسره کړل.
له ۵۷۹ هجري کاله مخکښې په اصفهان کښې له دوه یا درې کلنۍ هستوګنې وروسته د سهروردي د ژوند دویم پړاو، په سفرونو سره پیل شو. هغه له سفر سره ډیره مینه درلوده او په هم دغو سفرونو کښې یې له ډیرو عالمانو او حکیمانو سره ملاقات وکړ او له هغو څخه یې پوهه او حکمت زده کړ. څه موده یې له صوفیه ډلې سره ناسته پاسته درلوده او په ریاضت او له نفس سره په مجاهدت بوخت شو. د کال زیاتره ورځې به یې روژه وه او ژوند به یې ډیر په سخته تیروه. وايي چې د ریاضتونه په وجه د سالکانو لوړو درجو ته ورسیده او د کرا
ویل کیږي چې د خپلو ریاضتونو له امله، هغه د سالکانو لوړو رتبو ته ورسید او د کرامت او فوق العاده عادتونو خاوند شو.
سهروردي د خپلې زمانې له فکري مکتوبونو سره د بلدتیا په نیت په ترکیې کښې اناتولي سیمې لاړ ته چې نن سبا په سوریه کښې ده. هغه د اوسنۍ ترکیې په مادرین ښار کښې له فخرالدین ابو عبدا... محمد بن عبدالسلام ماردیني سره اشنا شو او دغه اشنايي یې په خپلو کښې د ژورې ملګرتیا سبب شوه.
سهروردي د حکمت ځیني کتابونه، د دغه مشايي فلاسفر لپاره لوستل او ترمینځ به یې خبرې اترې کیدلې او ماردیني تل د هغه په فضل او پوهې اعتراف کوه. د دغو بحثونو او خبرواترو نتیجه وه چې ماردیني د هغه د وژل کیدو اټکل وکړ.
ماردیني په مختلفو علمونو په تیره بیا په حکمت، لغت او طب کښې د خپلې زمانې له مخکښانو و. هغه د خپلې زمانې له ګوته په شمیر مشايي فلیسوفانو او د شیخ شهاب الدین سهروري وروستی استاد و.
هغه په حکمت کښې د یو همداني حکیم شاګرد او په طب کښې د ابن تلمیذ بغدادي شاګرد و. سهروردي تر ۵۷۸ کاله پورې په ماردین کښې له فخرالدین ماردیني سره ملګرتیا جاري وساتله او بیا په ۵۷۹ کال کښې په کوچنۍ آسیا کښې د اوسنۍ سوریې په لور لاړ او حلب ته ورسید.
حلب ته د سهروردي په رسیدو سره د دغه اشراقحي حکیم د ژوند یو بل پړاو پیل شو. په دغو ورځو کښې چې سهروردي کابو د دیرشو کالو و، المشارع و المطارحات نومې کتاب یې ولیکه او په کال ۵۸۲ کښې یې په همدغه ښار کښې د « حکمه الاشراق » په نوم د خپل ترټولو مهم فلسفي اثر لیکل پاې ته ورسول. سهروردي په هم دغه پړاو کښې او په ۵۸۴ او ۵۸۵ کلونو کښې د حکمة الاشراق له لیکلو د ترلاسه کړي شهرت په سیوري کښې د سلجوقي باچاهانو له ملاتړه برخور شو او "توقات" او "خرت پرت" ته په سفر او د دغو باچاهانو په نزد د هستوګنې په موده کښې یې د "پرتو نامه" او "الواح عمادي" په نامو دوه رسالې ولیکلې او اوله رساله یې رکن الدین سلیمان ته او دویمه یې عماد الدین ابوبکر ته وړاندې کړه.
سهروردي د خپل ژوند په وروستي پړاو کښې حلت ته له تګ وروسته اول حلاویه ښوونځي ته او له هغې وروسته نوریه ښوونځي ته لاړ او له حنبلي فقیهانو سره یې بحثونه شروع کړل او ورباندې بر شو. په حنبلي فقیهانو باندې د سهروردي په بري سره د هغه شهرت او اوازه په ښار کښې خوره شوه او تر دباره ورسیده.
د صلاح الدین ایوبي زوي ملک ظاهر هغه خپل دربار ته وغوښته او د خپلو نزدې صلاحکارانو په ډله کښې یې شامل کړ. د سهروردي ډیرې هوښیارۍ او پراخې او ژورې پوهې او همداشان د حکمت د نورو ګروهنو په هکله د هغه د منلو روحیې او هم باطني اسرارو او علومو ته د هغه ګروهنې، د ملک ظاهر د دربار فقیهان له هغه سره حسادت او دښمنۍ ته راوپارول.
د شهید مطهري په باور: «سهروردي نه یوازې له فقیهانو او متکلمانو سره په مناظره کښې بې پروا و او د هغوي دښمني به یې راپاروله بلکې د حکمت د اسرارو او رازونو په څرګندولو کښې به یې هم د اشاراتو په پاې کښې د بوعلي د سپارښتنې اپوټه، شاید د ځوانۍ په وجه بې پروايي کوله او هم دا د هغه خلاف د دا ډول دښمنۍ او دسیسې سبب شوه.
په دې وجه د ملک ظاهر د دربار فقیهانو د سهروردي د لرې کولو لپاره د مناظرې غونډه جوړه کړه او په هغه یې د کفر او الحاد تهمت ولګوه او له ملک ظاهر یې وغوښتل چې د سهروردي د دین خلاف اعتقاداتو په وجه هغه ووژني. ملک ظاهر د هغوي غوښتنه ونه منله او دې کار ته یې غاړه کښې نه ښودله.
فقیهانو یو لیک ولیکه او ټولو لاسلیک کړ او صلاح الدین ایوبي ته یې واستوه. صلاح الدین چې په هغه زمانه کښې یې تازه سوریه د صلیبیانو له لاسه خلاصه کړې وه او د خپل اعتبار د ساتلو لپاره یې د دیني علماو تایید ته اړتیا درلوده، د فقیهانو د غوښتنې ته تسلیم شو او خپل زوي ته یې امر وکړ چې سهروردي ووژني.
ملک ظاهر اول د خپل پلار د حکم له منلو ډډه وکړه. د حلت عالمانو چې کله ولیدل چې د تکفیر حکم اجرا نه شو نو دوباره یې صلاح الدین ته لیک ولیکه چې که ملک ظاهر، شهاب الدین له ځان سره وساتي نو ډیر زر به د هغه عقیده هم فاسده او تباه کړي او که ویې باسي، نو بیا هم هر چرته چې لاړ شي، په عوامو کښې به د فساد او د خلکو د ګمراهۍ لامل به شي. دویم ځل صلاح الدین د فاضل قاضي په خط یو حکم واستوه او زوی یې وګواښه چې که د شهاب الدین په وژلو کښې ځنډ او نرمي وکړې نو حکم کوم چې د حلب حکومت درڅخه واخلي. ملک ظاهر په نه زړه مجبور شو چې د خپل پلار حکم ومني. هغه په ۵۸۷ هجري قمري کال کښې زنداني کړې شو او د ابنِ شداد په نقل، د هم دغه کار د ذي الحجې د میاشتې په وروستیو کښې د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته، د شیخ شهاب الدین سهروردي مړی له زندانه راوباسل شو.
د شهادت په وخت د شیخ اشراق عمر یوازې ۳۸ کاله و خو په خپل دغه لنډ ژوند کښې یې تقریباً ۵۰ رسالې او کتابونه ولیکل البته ځیني آثار یې تراوسه نه دي چاپ شوي. ډیرې مهمې شرحې چې د سهروردي په آثارو لیکل شوې دي، دواړه د هغه په فلسفي اثر "حکمت الاشراق" باندې دي چې لومړۍ د هغه شاګر "شمس الدین شهرزوري" او دویمه "قطبالدین شیرازي" په حاشیې سره لیکلې ده. دغه کتاب په حقیقت کښې د مشرقي حکمت د تاسیس لپاره د ابن سینا نظریې ته د عمل جامه واغوستله.
شیخ شهابالدین سهروردي هغه شخصیت دی چې د اشراق فلسفي مکتب یې رامینځته کړ. هغه خپله فلسفه حکمتِ اشراق نومولې وه چې د ځلیدو او د لمر د راختو په معنا ده. د شیخ اشراق په ځانګړي فلسفي تفکر کښې د افلاطون او ارسطو او نوافلاطونیانو او د زرتشت او هرمس نظریات او د لومړنیو مسلمان صوفیانو راې په خپلو کښې اخښل شوې دي. په دې وجه د سهروردي مکتب، هم فلسفه ده او هم نه ده. فلسفې په دې وجه ده چې په عقل باندې اعتقاد لري خو عقل د شناخت یوازنۍ سرچینه نه ګڼي. او عرفان له دې نظره دی چې کشف او شهود او اشراق، د شناخت او پیژندګلوۍ ترټولو لوړه او شریفه مرتبه ګڼي.
/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی