د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمنځ هوکړې ته ایران غبرګون ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163298
پارس  ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د قفقاز د سیمې د تحولاتو په اړه وویل: د ارتباطي لارو جوړول او د مواصلاتي شبکو له بندښت خلاصول هغه مهال د سیمې د ملتونو د ثبات، امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور دي، کله چې د متقابلو ګټو، د سیمې د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د رعایت او د بهرنیو مداخلو پرته وي. 
(last modified 2025-08-09T11:00:21+00:00 )
Aug 09, 2025 15:27 Asia/Kabul
  • د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمنځ هوکړې ته ایران غبرګون ښودلی

پارس  ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د قفقاز د سیمې د تحولاتو په اړه وویل: د ارتباطي لارو جوړول او د مواصلاتي شبکو له بندښت خلاصول هغه مهال د سیمې د ملتونو د ثبات، امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور دي، کله چې د متقابلو ګټو، د سیمې د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د رعایت او د بهرنیو مداخلو پرته وي. 

د قفقاز په سیمه کې د وروستیو تحولاتو او د جمعې په شپه د امریکا په منځګړیتوب د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمنځ د توافق وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د قفقاز په سویل کې روانې پروسې په دقت سره څاري او له دواړو ګاونډیو هېوادونو سره د دې تحولاتو په اړه په اړیکه کې دی.

د ایران دیپلوماتیکې ادارې زیاته کړه: پرته له شکه، د قفقاز په سیمه کې سوله او ثبات د ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو په ګټه دی او ایران د ایروان او باکو لخوا د سولې توافق د متن د نهایی کېدو هرکلی کوي او دا تحول د سیمې په سوله‌ییز ثبات کې یو مهم ګام بولي. خو په عین حال کې، ایران د هر ډول بهرني مداخلې د منفي پایلو په اړه، په ځانګړې توګه د ګډو پولو په څنډه کې، چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره زیانمنې دي، خپله اندېښنه څرګندوي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ټینګار کړی چې ایران د خپلو ملي حقونو او ګټو د تأمین لپاره د ټولو سیاسي، حقوقي او اقتصادي تدابیرو په اخیستلو سره، د دواړو هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د رغنده همکارۍ دوام ته چمتو دی ترڅو د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو، لکه د ۳+۳ میکانیزم له لارې، د سیمې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ساتنه وکړي.