د تولید لپاره پانګه؛ د کال شعار  
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163610-د_تولید_لپاره_پانګه_د_کال_شعار
د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د  کال شعار نومې لړۍ په دوام کې  د  «تولید لپاره پانګه»  په نامې سره له څوارلسم  مطلب سره، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر لارښودحضرت  آیت‌ا...العظمی سید علی خامنه‌اي له خوا د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د نومونې په مناسبت جوړ شوی، ستاسو په خدمت کې یو.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2025-08-21T08:49:13+00:00 )
Aug 21, 2025 13:14 Asia/Kabul
  • د تولید لپاره پانګه؛ د کال شعار   

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د  کال شعار نومې لړۍ په دوام کې  د  «تولید لپاره پانګه»  په نامې سره له څوارلسم  مطلب سره، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر لارښودحضرت  آیت‌ا...العظمی سید علی خامنه‌اي له خوا د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د نومونې په مناسبت جوړ شوی، ستاسو په خدمت کې یو.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

    دوستانو  پانګه او پانګونه د هېوادونو د اقتصادي ودې او پرمختګ په پروسې کې حیاتي عناصر دي. په تيرو مطلبونو  کې مو د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د پانګې د اهمیت د پوهېدو په موخه، د نړۍ د پرمختګ بېلابېل ماډلونه او د کورنیو او بهرنیو پانګو د جذب او مدیریت څرنګوالی  څېړلی. په همدې اړوند، مو د ختیځې آسیا د بریالیو پرمختګونو ماډلونو ته اشاره  کړې ده. ممکنه ده  پوښتنه وشي چې ولې ختیځه آسیا؟ پرمختګ خو له لویدیځې اروپا پیل شوی دی. د پرمختګ د ادبیاتو لومړني کتابونه هم په لویدیځ کې لیکل شوي دي. باید ووایو چې ختیځې آسیا، د لویدیځي هېوادونو په اپوټه، د پرمختګ ثابت اصول، له لویدیځ څخه واخیستل او د ځاي کولو له لارې ئې پرمختګ ته وده ورکړه. له همدې امله، د ختیځې آسیا هېوادونو،له بېلابېلو جوړښتونو سره سره، د پرمختګ لاره په ښه توګه پرمخ وړې ده. هر یو له دغو هېوادونو د پرمختګ یو ځانګړی ماډل دی او د زده کړې وړ درسونه لري.

              په تېرو پروګرامونو کې مونږ د سویلي کوریا، جاپان، تایوان، سنګاپور او دوو اسلامي هېوادونو ملایشیا او انډونیشیا او همدارنګه ویتنام د تجروبو په اړه خبرې وکړې. اوس غواړو د چین د اقتصادي  ودې  او لور نیوې په اړه، چې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی، خبرې وکړو. چین څنګه په نیمې پېړۍ کې دې مقام ته ورسېد؟  په ۱۹۴۹ کال کې، چین، چې د کورنیو جګړو او بهرني نیواک  له امله زخمي شوی ؤ، د لویدیځ پلوه کسانو په ماتولو سره د کمیونزم په  کیمپ  کې یو مهم هېواد شو. دا هېواد، چې یو وخت د آسیا د تمدن ځانګو ؤ، په هغه وخت کې د سړي سر کلني عاید ئې له ۵۰ ډالرو کم او د بې سوادئ او لوږو وهلې وګړو سره په بشپړه  بې وځلۍ کې ډوب ؤ . «په وړاندې لويه وده او لور نیونه» (۱۹۵۸-۱۹۶۲) او «کلتوري انقلاب» (۱۹۶۶-۱۹۷۶)، دوو پراخو ټولنیزو او اقتصادي تجروبو، د چین اقتصاد شاته وغورځاوه او ملیونونه قربانیان ئې واخیستل. خو د دغو ویجاړیو په مینځ کې د بدلون سپَڼکی  راڅرګنده شو . د مائوزې تونګ  د مړینې او د دېنګ شیاوپینګ په مشرۍ د اصلاح غوښتونکي بهیر  په واکمنېدو سره، د چین د سیاستونو بدلون پیل شو. دینګ شیاوپینګ په ۱۹۷۸ کال په دسمبر په میاشت کې، د «اصلاحاتو او خلاصو دروازو» سیاست په وړاندې کولو سره یوه بیله لاره غوره کړه. د هغه شعار ساده خو انقلابي ؤ: «سپینه پیشو یا توره پیشو، مهمه نه ده، مهمه دا ده چې موږک ونیسي.» دينګ پوهه شو چې چین عملي سیاستونو ته اړتیا لري، نه آرماني فکرونو ته.

 لومړني ګامونه په کلیوالو سیمو کې واخیستل شول. خلق د قواعدو سیستم لغوه شو او د تولید مسؤولیت کورنیو ته وسپارل شو. په څو کلونو کې، د غَلو تولید ۳۴ فیصده زیات شو. چین لومړی ځل وکړای شو چې له لسیزو وروسته له قحطۍ ځان خلاص کړي. په ورته وخت کې، د سویل سواحلو په سیمو لکه شینژن او ژوهای کې ځانګړې اقتصادي زونونه جوړ شول. دا زونونه د سوشَلِزم په خاورې کې د پانګوالۍ د تخم کرلو لپاره د ازمیښځایونو په توګه وکارول شول. د ۱۹۸۰ لسیزه د ازموینې او تیروتنې  لسیزه وه. قیمتونه ازاد شول. حکومتي شرکتونه سوکه سوکه  د بازار سیالۍ ته وسپارل شول. ځانګړي اقتصادي زونونو د  شنو خونو په څېر وده وکړه او بهرني پانګوال، په ځانګړې توګه بهر میشتي چینایان، چین ته  ستانه شول. په ۱۹۹۰ لسیزې کې اصلاحات نور هم ژور شول. حکومتي صنعتونه بیا ورغول شول. پیاوړي پرمختیائي بانکونه جوړ شول. د اسیا مالي بحران (۱۹۹۷) چین ته ګواښ و، خو د محافظه کاره مالي سیستم له امله، چین له دغه بحرانه پیاوړی  ووت. ۲۰۰۱ کال یو لوی بدلون و. چین د نړیوال تجارت  له ادارې  (WTO) سره په یوځای کېدو سره په رسمي توګه د نړیوال اقتصاد په لوبغالي کې داخل شو.

      د چین صادرات له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې اووه برابره زیات شول. د بهرنیو اسعارو زیرمې د ۲ ټریلیون ډالرو حیرانوونکي شمېرې ته ورسېدې. چینائي صنعتونه د نړیوال اکمالاتي زنځیر زړه وګرځید. میلیونونه کارګران له کلیو څخه ساحلي فابریکو ته کډه شول. چین د نړۍ فابریکه شو.په همدې پړاؤ کې، له ۳۰۰ میلیونو څخه زیات چینیان له بشپړې بې وځلئ څخه وژغورل شول او یوه نوې مینځنۍ پرګنه  رامینځته شوه. خو چین په دې بسنه ونه کړه. په ۲۰۱۵ کال کې، د «چین جوړونه ۲۰۲۵» پروګرام په معرفي کولو سره، چین نوې مرحلې ته داخل شو.هدف ئې دا ؤ چې په بهرنیو ټیکنالوجیو تکیه  پای ته ورسوي او چین په لسو اساسی  صنعتونو کې د نړۍ په سر کې  شي. روباټیک، مصنوعي دهانت(آرټیفیشل اینټلیجنس) برېښنائي ګاډي، بایوټکنالوجي او بادي او لمریزه بریښنائي پرمختګ د دغه پروګرام په سر کې وې.

 د دغو سیاستونو پایلې تر ۲۰۲۵ پورې څرګندې شوې. چین د نړیوال روباټیک بازار ۴۵ فیصدي برخه په لاس کې لري. د نیمه رساناګانو په صنعت کې،له۱۵۰ میلیارد ډالري پانګونې وروسته، د نړۍ دوهم مقام ته رسېدلی دی. د برېښنائي ګاډو  په بازار کې، په  ۵۷ سلنه ونډې سره، بې سیاله دی. د CATL او BYD په څېر شرکتونو چین د نړۍ د بیټرۍ صنعت مخکښ کړی دی.د «کمربند او سړک» نوښت (BRI)، چې موخه ئې د اسیا، افریقا او اروپا په ۷۰ هېوادونو کې د چین د بیخ بینائي تاسیساتي اړیکو پراخول دي، د چین اقتصادي او جیو پولیټیکي نفوذ ئې بې ساري کچې ته رسولی دی. تر اوسه د BRI په پروژو کې له یو ټریلیئن ډالرو زیاته پانګونه شوې ده.

        البته  د چین د پرمختګ لاره له ننګونو خالي نه وه. د کورنیو پورونو بحران، چې اوس د کورني ناخالص او مه تولید له ۳۳۰ فیصدو  زیات شوی، یو جدي ګواښ دی. د املاکو په سیکټر کې بحران، د کاري عمر  وګړو کمښت،او د امریکا او اروپا سره مخ په زیاتیدونکي تجارتي شخړې، لوي خنډونه دي.خو سره له دې، چین د دقیق پلان په جوړونې سره د دغو ستونزو د حل په حال کې دی. د کورني مصرف د هڅونې، د کور جوړونې سِکټور د بیا رغونې او د ټیکنالوژئ پر بنسټ پیلوونکو شرکتونو د ملاتړ لپاره سیاستونه پلي کیږي. چین اوس «په چین کې جوړونې» څخه «په چین کې نوښت» نومې طرحې ته د رسیدو په حال کې دی. د څېړنې او پرمختګ (R&D) بودیجه د کورني ناخالص او اومه تولید له ۳ فیصدو زیاته شوې او په مصنوعي ذهانت (اې آئي)کوانټم او پاکو انرژيو برخو کې له امریکا سره مستقیمه سیالي کوي. د شنو ټیکنالوجیو په برخې کې سټراټیژیک نوښتونه، لکه د لمریزې او بادي انرژۍ تولید،چین د تجدید وړ انرژيو په برخې کې د نړۍ مشر کړی دی.

    له  جوړښتي ننګونو سره سره، شنونکي وائي چې چین به تر ۲۰۳۵ پورې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد شي. د نړیوال وجهي صندوق (IMF) وړاندوینه کوي چې چین به د اصلاحي سیاستونو په مټ، لوړ کیفیت لرونکې اقتصادي وده (High-Quality Growth) ترلاسه کړي؛ وده چې نور یوازې د تولید پر کمیت نه، بلکې پر نوښت، تولیدي وړتیا او چاپېریالي پایښت تمرکز کوي. د چین د پرمختګ تجروبه دا ښئي چې د پیاوړي دولت، کنټرول شوي ازاد بازار، په تعلیم او ټیکنالوژئ کې د اوږد مهاله پانګونې او د اصلاحاتو د دقیق ترتیب په ترکیب سره، په څو لسیزو کې له یوه غریب هېواده یو اقتصادي زبر ځواک جوړېدای شي. دا د پرمختګ ماډل، که څه هم د چین شرایطو ته ځانګړی دی، خو د ټولو پرمختګ کوونکو هېوادونو لپاره ارزښتناک درسونه لري. د پرمختګ لاره د خطر منلو، د سیاستونو نرمښت  او اوږدمهاله پیوستون له لارې ترلاسه کیږي، نه د تیارو او وارد شوو نسخو له لارې. چین نن سبا نه یوازې یو لوی اقتصادي لوبغاړی دی ، بلکې د نړیوال نظم یو نوښتګر معمار هم دی. د چین تجروبه دا ښئي چې یو هېواد څنګه کولای شي د هدفمند صنعتي سیاستونو، نړیوال اقتصاد سره د یوځای کېدو او سیاسي ثبات د ساتلو په ترکیب سره، په کمې مودې کې د نړۍ یو له مخکښو اقتصادي قدرتونو څخه شي.

          د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب  وخت هم همدومره ؤ نو تر بل نوی مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو ،سرلوړي ووسئ  او ا... مو  مل او ملګری .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************