د ایران سفیر په اروګوای کې خپل باور لیک ولسمشر ته وسپارله
Sep 05, 2025 06:10 Asia/Kabul
په اروګوای کې د ایران نوی سفیر مجتبي بنیاسد، د دغه هېواد ولسمشر ژاماندو اورسي سره په لیدنه کې خپل باور لیک نوموړي ته وسپارله.
د اروګوای ولسمشر په دې لیدنه کې د تهران- مونټهویډیو اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هېواد پر ژمنتیا او د متقابل احترام او ګټو پر بنسټ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ایران سفیر د ایران او اروګوای د اوږدو اړیکو او د دواړو هېوادونو د مشرانو د ارادې یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو په ګټه په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې شي.
ټیګونه