د ایران سفیر په کرواشیا کې خپل باور لیک ولسمشر ته وسپارله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164198-د_ایران_سفیر_په_کرواشیا_کې_خپل_باور_لیک_ولسمشر_ته_وسپارله
په کرواشیا کې د ایران نوی سفیر امیرحسین غریب‌نژاد  د دغه هېواد ولسمشر  زوران میلانوویچ سره په لیدنه کې خپل باور لیک نوموړي ته وسپاره.
(last modified 2025-09-05T01:44:07+00:00 )
Sep 05, 2025 06:12 Asia/Kabul
  • د ایران سفیر په کرواشیا کې خپل باور لیک ولسمشر ته وسپارله

په کرواشیا کې د ایران نوی سفیر امیرحسین غریب‌نژاد  د دغه هېواد ولسمشر  زوران میلانوویچ سره په لیدنه کې خپل باور لیک نوموړي ته وسپاره.

غریب‌نژاد د ایران د ولسمشر له لوري د کرواشیا ولسمشر ته سلامونه وړاندې کړل او هیله یې څرګنده کړه چې د کرواشیا د ولسمشر د ملاتړ او مرستې په مټ به وکولی شي په زاګرب کې د خپلې دندې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو اړیکې په ټولو برخو کې پراخې کړي. 

په دې خبرو اترو کې دواړو لورو د غزې او فلسطین په شمول د نړیوالو او بین‌المللي مسایلو په اړه نظرونه تبادله کړل او د ایران سفیر د غزې او د صهیونیستي رژیم او امریکا د غیرقانوني تېریو په اړه د کرواشیا د ولسمشر زړور دریځ وستایه.