عراقچي: ایران د نړیوالو مسایلو د حل لپاره دیپلوماسي یوازینۍ لار بولي
پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي: ایران د اټومي پروګرام په ګډون تل دیپلوماسي د نړیوالو مسایلو د حل یوازینۍ لار بللې او د هر ډول عادلانه او متوازن حل لپاره چې دوه اړخیزه ګټې تضمین کړي، چمتو دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني خبرو کې وویل: ایران تل زموږ د اټومي پروګرام په ګډون دیپلوماسي د نړیوالو مسایلو د حل، یوازینۍ لار بللې او د هر ډول عادلانه او متوازن حل لپاره چمتو دی.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو تېره شپه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د خبرو اترو د فضا ساتنې او دیپلوماتیکې لارې ته د بېرته ستنېدو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
عراقچي د اروپایي هېوادونو لخوا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د «اسنپبک» میکانیزم فعالول بې اساسه او د تاوتریخوالي او کړکیچ د زیاتولو په لور یو اقدام وباله.
هغه یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام د سولهییز طبیعت پر تایید ټینګار وکړ او د ایران او اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ یې وروستي توافق ته په اشارې وویل: ایران تل دیپلوماسي د نړیوالو مسایلو د حل یوازینۍ لار بللې او د هر ډول عادلانه او متوازن حل لپاره چمتو دی.