بقايي: ایران او انډونیشیا د دوه اړخیزو همکاریو لوړولو ته هوډمن دي
پارس ټوډی – د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کښې د انډونیشیا له سفیر سره د خپلې کتنې خبر ورکړ او دغه خبرې اترې یې صمیمي او ګټه ورې وبللې.
اسماعیل بقايي د ایران لپاره د انډونیشیا له سفیر سره د خپلې کتنې په خبر سره ټینګار وکړ: ایران او انډونیشیا د طرفینو د دلچسپۍ وړ ټولو زمینو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاو د زیاتولو هوډمن دي.
ښاغلي بقايي په ایکس شبکه کښې د انډونیشیا له سفیر رولیان شاه مومیرات سره خپلې کتنې ته په اشارې سره ولیکل: د ایران او انډونیشیا ترمینځ د سفارتي اړیکو د ټینګښت د پنځه اویایمې کلیزې په درشل کښې مو د دغه هیواد له سفیر سره صمیمي او ګټه ورې خبرې اترې وکړې.
بقايي ټینګار وکړ: ایران او انډونیشیا د طرفینو د دلچسپۍ وړ ټولو برخو کښې د دوه اړخیزو همکاریو لوړولو ته هوډمن دي.